د لاسرسي ځای

تازه خبر

عالمزېب مسود خپل ژوند د ورکو کسانو موندلو ته سپارلی


د عالمزېب مسود ملګري وايي په هغه کې د ځورولتوب احساس له هغو کړونو رامنځ ته شوی وو چې ده په خپله ځاني ګاللی او لیدلی وو.
د عالمزېب مسود ملګري وايي په هغه کې د ځورولتوب احساس له هغو کړونو رامنځ ته شوی وو چې ده په خپله ځاني ګاللی او لیدلی وو.

د وزیرستانونو یوه فعال پرځای د دې چې نوکري یا یوه بل کاروبار ولټوي خپلځان د جبري تری تم کړل شوی کسانو د نومونو راټولو او ځمکلاندو ماینونو پرضد مبارزې ته وسپارلو.

خو د حقونو دغه ځوان پښتون مبارز عالمزېب خان مسود دا مهال په بند کې د بلوې او کرکې پارولو تر مشکوکه تورونو لاندې د پولیس پلټنو ته مخامخ دی.

۲۸ کلن مسود د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه له کراچۍ ښاره تر هغه یوه ورځ پس ونیول شو چې ځايي پولیسو پر ده او د پښتون ژغورنې غورځنګ ۱۵ نورو غړیو باندې د اېف ای ار پرچۍ وکښله. تر پاکستاني قانون لاندې په اېف ای ار سره د جرم رسمي پلټنې پیلېږي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د جنورۍ پر شلمه نېټه په کراچۍ ښار کې د وژل شوي یوه ځوان ماډل نقیب الله مسود لومړی تلین ولمانځلو چې په یوه جعلي پولیس مقابله کې وژل شوی وو. د هغه د وژنې په تور د پولیس یو مشر راو انوار نیول شوی هم وو چې دا مهال په ضمانت دی او تېر څو ورځې وړاندې له هېواده د بهر تلو غوښتنه یې هم عدالت و نه منله.

په دغه لویه ولسي غونډه کې پي ټي اېم پر پاکستانیو چارواکیو او د هېواد پر ځواکمن پوځ نیوکې کولې چې د دوی غوښتنو ته غاړه نه ږدي.

د خپلو پخوانیو غوښتنو د برخې په توګه، پي ټي اېم پر اسلام اباد غږ وکړ چې په زوره تری تمول دې پای ته ورسوي، ناقانونه وژنې دې ودروي او پلټنې دې یې وکړي، هغه چارواکي دې محاسبه کړل شي چې ولسي وګړي ځوروي او په پښتون خاوره کې دې خواره واره ماینونه پاک کړل شي.

پاکستانۍ امنیتي ادارې په هرډول ځورونو کې له ښکېلتیا انکار کوي. یوه پوځي ویاند یې بیا بیا ویلي چې د پي ټي اېم ټولې غوښتنې یې له وړاندې سرته رسولې دي.

خو د غورځنګ له اغازه راهیسې د پرله پسې چاپو په ترڅ کې، تر دا مهاله د پي ټي اېم ډېری مشران د بلوې پارولو او غدارۍ په ګڼو کېسونو کې تر مقدمو لاندې راغلي دي. پاکستانۍ مېديا خو له لویه سره د غورځنګ له پوښښه ډډه کوي.

د مسود ګرفتارۍ دا مهال د ډېرو پام وراړولی دی. هغه د پاکستان په پښتون خاوره فاټا کې چې پکې تر ۳۰ میلیونو زیات وګړي مېشت دي، د په زوره تری تم کړل شویو کسانو د موندلو او پر ریکارډ راوستلو او په ماینونو کې د ژوبلو کړاونه په ډاګه کولو لپاره نه ستړېکېدونکې هڅې کوي.

پي ټي اېم وايي چې د پښتنو په خاوره کې او پتېره په پخوانۍ فاټا کې له ۲۰۰۳م کاله راهیسې د اورپکو په بریدونو او د وسله والو پرضد په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې پښتانه بې درېغه وځپل او کړول شول. سرکاري او خپلواکې شمېرې ښيي چې په تاوتریخوالي کې تر ۵۰ زرو زیات پښتانه وژل شوي او نېږدې ۶۰ لاکه (۶ میلیونه) په زوره په کلونو کلونو د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړل شوي دي.

د عالمزېب مسود ملګري وايي په هغه کې د ځورولتوب احساس له هغو کړونو رامنځ ته شوی وو چې ده په خپله ځاني ګاللی او لیدلی وو.

”هغه ډېر له مخې مات ملګری دی، هغه خپلځان د جبري تری تمو د ځپل شویو کورنیو موندلو او رابطه کولو ته سپارلی دی.“ دا څرګندونې د پي ټي اېم یوه فعال محمد ادریس له ګندهارا وبپاڼې سره کولې.

دی وايي، د مسود کار هغه ته دړکې او ډارونې زېږولې ځکه چې نوموړي ته له ځپل شویو او د هغوی له کورنیو په ترلاسه شویو ډېری ویډيوګانې کې ګوته پاکستانیو امنیتي ځواکونو ته نیول کېږي چې هغوی ورسره زیاتی کړی دی.

نوموړی زیاتوي: ”عالمزېب مسود کله هم له دړکو و نه ډارېدلو او خپلې کورنۍ ته یې ویلي دي چې د هغه د کار له وجې به نیول کېږي یا له ستونزو سره به مخامخېږي خو دوی به ویره نه کوي.“

مسود د خپل کار په اساسیت پوه وو. د جنورۍ پر ۱۹مه نېټه د امریکا غږ له ډیوه راډيو سره په خبرو کې نوموړي ویلي، ”ځینې وخت ان پر ما په ترهګرۍ کې د ښکېلتیا تورونه لګول شوي دي.“ دی زیاتوي، ”ما ته خبرداری راکړل شوی وو چې په ځمکلاندې ماینونو کې د ځپل شویو غږ مه اوچتوه.“

عالمزېب مسود پر خپل فېسبوک تل د ولس کړاونه خپروي. دی پرله پسې د جبري تری تمو ځپل شویو له کورنیو سره اوږدې اوږدې مرکې کوي چې پکې هغوی له سرکاره د مرستې خواست کوي. په دوی کې د ماینونو ځپل شوي هم په سرسر کې ځای لري.

د هغه پر ټویټر په جنوبي وزیرستان کې د ځمکلاندې ماینونو له لاسه د ځپل شويو کیسې هم دي، چې په ۲۰۰۳م کال پکې طالبانو لومړی لومړی سر راپورته کړی وو.

په ۲۰۰۹م کال د وسله والو پروړاندې په پاکستانیو پوځي عملیاتو کې عالمزېب له خپلې کورنۍ او د پښتنو مسود قبیلې له نېږدې نیم میلیون وګړیو سره یوځای ګاونډيو ولسوالۍټانک او ډېره اسماعیل خان ته په کډه کولو اړ شول.

هم هلته په ډېره اسماعیل خان کې ځوانۍ ته ورسېد او د کرشمه ساز زده کوونکي منظور پښتین په مشرۍ د فعالانو له یوې وړوکې ډلې سره مل شو.

د ۲۰۰۱۸م کال په جنورۍ کې مسود له پښتین او ۲۰ نورو ځوان فعالانو سره یوځای د نقیب الله مسود د وژنې پرضد د پلازمېنې اسلام اباد پر لور لاریون پيل کړ. وروسته یوې پاکستانۍ پلټونکې ډلې په خپلو پلټنو کې د کراچۍ یو پولیس افسر راو انوار د ماډلۍ لېواله ځوان په وژنه تر تور لاندې راوړ.

په اسلام ایاد کې د پښتین برلت په زرګونه ولس د ځان لور ته ورمات کړ او په دې سره پي ټي اېم په پاکستان کې د ۲۰۷ میلیونه پښتنو لپاره د امنیت او خوندیتوب غوښتنې لپاره د مدني حقونو غورځنګ وګرځېدلو.

ادریس وايي، چې منظور پښتین عالمزېب مسود دې ته وګومارلو چې د تری تمو کسانو ډېټا راټوله کړي.

هغه ته یې هر څه ورکړل چې د هېواد لر بر ته سفرونه وکړي او هلته د جبري تری تمو کسانو مالومات راغونډ کړي.

دی زیاتوي څه باندې یو کال وړاندې مسود په سیاست کې ماسټري وکړله خو د نوکرۍ موندلو پرځای يې خپلې مبارزې ته اوږه ورکړه.

د مسود شبکه په پاکستان کې دننه او په نړیواله کچه پراخې اړیکې لري.

له ګندهارا وبپاڼې سره په خبرو کې د جنوبي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان څېړونکې رابیعه محمود وویل، ”پرځای د دې چې د بشري حقونو پر ساتونکیو د بریدونو کولو شته چاپېریال له منځه یووړل شي، پاکستانی سرکار دوی د کرکې او بلوې خورولو په نامه نیسي.“

دا زیاتوي هغه څوک چې د ټولنیز انصاف لپاره مبارزه کوي کله هم بلوې او اخ و ډب کولو ته لاس نه اچوي.

رابیعې محمود پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې عالمزېب مسود او د پي ټي اېم نور کارکنان دې بې له ځنډه خوشې کړي چې په کراچۍ کې یې پرامنه لاریون کاوه. دې وویل چې د بشري حقونو ساتونکي او مدنې ټولنې باید د خپل نظر وړاندې کولو ته په ازاده توګه بې له ویرې پرېښودل شي.

کراچۍ پولیسو لاهم په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم [موږ] هغه پولیس چارواکیو ته ورسېدلو چې په دغه کېس کې ښکېل دي. خو په سیند صوبه کې واکمن د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري د عالمزېب مسود لپاره د وکیل فیس له خپله جېبه ورکوي.

د پیپلز ګوند یوه بل مخکښ مشر فرحت الله بابر پر خپل ټویټر پي ټي اېم ته شاباسی ورکړی چې په کراچۍ کې یې د عالمزېب مسود او د جبري تری تمولو خلاف پرامنه احتجاج وکړ.

نوموړي د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه په کراچۍ او نور پاکستان کې د پي ټي اېم احتجاج ته په اشاره له پاکستاني سرکاره غوښتي چې د غورځنګ غوښتنو ته پام واړوي او عالمزېب مسود دې پرېږدي.

پر ګندهارا وبیپاڼه د خبریال ابوبکر صدیق لیکنه​ قاسم خان مندوخېل ژباړلې​

Pakistan Investigating Activist Over Alleged Rioting

XS
SM
MD
LG