د لاسرسي ځای

تازه خبر

عالمزېب مسید دې پرېښودل شي: اېمنسټي انټرنیشنل


عالمزېب مسید د پي ټي اېم په یوه غونډه کې له منظور پښتین او نورو ملګرو سره
عالمزېب مسید د پي ټي اېم په یوه غونډه کې له منظور پښتین او نورو ملګرو سره

پراګ ـ د بښنې نړیوال سازمان (اېمنسټي انټرنیشنل) پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی دی چې سمدستي دې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي عالمزېب مسود پته جوته کړي.

دې سازمان د جنورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پر ټوېټر بیان خپور کړ چې د غورځنګ مشرانو وویل، پولیسو د کراچۍ له کلېفټن سیمې څخه مسود نیولی او له ځانه سره بیولی دی.

په کراچۍ کې د غورځنګ یوه مشر نورالله ترین مشال راډیو ته وویل، مسود له خپلو ملګرو سره د کراچۍ کلېفټن ته روان وو چې پولیسو په زور له ګاډي کوز کړ او له ځانه سره یې یووړ.

ترین وايي، عالمزېب مسود "پولیسو او په ساده جامو کې کسانو ونیو. سرتېرو ډزې هم وکړې او اوس موږ احتجاج کوو. پولیس راته وايي چې عالمزېب د ملیر د پولیسو مشر په حکم نیول شوی دی او د ملیر کېنټ په تاڼه کې دی نو ځکه موږ دلته احتجاج پیل کړی."

ترین وویل،د غورځنګ غړو او پلویانو د دې پېښې پر ضد په مبینه ټاون کې د پولیسو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه خو د شپې ناوخته صوباي وزیر ناصر شاه احتجاج ته ورغلی او ژمنه یې ورسره وکړه چې مسود به د جنورۍ په ۲۲ مه محکمې ته وړاندې کوي او د غورځنګ د غړو او مشرانو پر ضد لیکل شوې ټولې مقدمې به ختموي. د ژمنې وروسته د غورځنګ پلویانو پرلت وځنډولو او کورونو ته لاړل.

د کراچۍ پر پولیسو دا تور تر هغې یوه ورځ وروسته پورې شوی چې پښتون ژغورنې غورځنګ په هغه ښار کې د وژلي وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود لومړي تلین په مناسبت غونډه وکړه چې پکې سلګونه کسانو ګډون وکړ.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې پر ټوېټر په دوو بیانونو کې پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی چې د عالمزېب مسید ځای دې وښيي او یا دې یې عدالت ته وړاندې کړي، که نه سمدستي دې یې خوشې کړي.

د بښنې نړیوال سازمان بیان

دې سازمان ویلي دي چې د مسود نیولو پر مهال د غورځنګ ځېنې پلویان وهل شوي هم دي.

اېمنسټي انټرنیشنل زیاتوي چې د سوله ییزې اجتماع او جلسو د ازادۍ ساتنه دې وشي او پر فعالانو باید هېڅکله برید ونشي.

په عین وخت کې د پاکستان پیپلز ګوند یوه مشر او پخواني سېنېټر فرحت الله بابر ویلي، د ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري سره یې د مسود نیولو په اړه خبرې کړې دي.

دی وايي، د سیند حکومت د زندانونو وزیر د مسود پوښتنې ته استولی دی او زیاتوي چې ګوند یې د مسود ضمانت په موخه ورته وکیل هم ورکوي.

بابر زیاته کړه چې پولیسو عالمزېب مسود د سیند حکومت په امر نه دی نیولی.

د جنورۍ پر ۲۰مه په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جلسې وروسته د سهراب ګوټ په تاڼه کې پولیسو د غورځنګ پر ۱۶ منتظمینو پرچه دایره کړې.

د سهراب ګوټ تاڼېدار راو ذاکر مشال راډیو ته وویل، د غورځنګ د پلویانو پر ضد یې پرچه یا اېف ای ار لیکلی خو د عالمزېب مسود نیول یې رد کړل.

ذاکر وايي: "د مبینه ټاون تاڼې مخې ته د پي ټي اېم کسانو پرلت روان دی. زه له هغوی سره په مذاکراتو بوخت یم. موږ تراوسه څوک نه دي نیولي. زه غواړم له دوی سره ستونزه هواره کړم. زه هیله من یم چې زموږ خبرې به نتیجه ورکړي او هر څه به سم شي."

خو هلته پر ټوېټر ځېنو کسانو ویډیو خپره کړې چې پکې د پولیسو او په سپینو جامو کې ځېنې کسان د غورځنګ له غړو سره بحث کوي او بیا عالمزېب مسود له ځان سره روانوي.

پر ټوېټر خپره شوې ویډیو

راو ذاکر دا ویډیو ناسمه بولي.

تر دې مخکې هم د کراچۍ په څلور تاڼو، مبینه ټاون، ګلشن معمار، ګلزار هجري او انډسټرییل اېریا کې د پښتون تحفظ تحریک پر ۳۳ غړو او پلویانو مقدمې جوړې شوې دي چې پکې د غورځنګ مشر منظور پښتین، علي وزیر او نورالله ترین هم شامل دي.

د جنورۍ پر ۲۰مه په مقدمه کې د غورځنګ پر غړو او پلویانو په پورې شویو تورونو کې د ترهګرۍ هغه هم شامل دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د پښتنو د حقونو لپاره سوله ییزه مبارزه کوي او د پاکستان له قانون سره سم جلسې او غونډې کوي.

XS
SM
MD
LG