د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوازشریف په ضمانت پرېښودو غوښتنه رد شوه


د نوازشریف په ضمانت پرېښودو غوښتنه رد شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:56 0:00

د پاکستان یوه عدالت له زندانه د دې هېواد د پخواني وزیر اعظم نوازشریف په ضمانت د خوشېکېدو غوښتنه رد کړه.

دا خبره د هغه د مسلم لیګ نواز ګوند مشر خواجه اصف کړې او ویلي یې دي چې د عدالتي پرېکړې پروړاندې به بیا اپیل کوي.

نوازشریف چې د مالي درغلیو په تور په اوه کلن بند تر سزا لاندې دی، ځکه یې په ضمانت د خوشېکېدو غوښتنه کړې وه چې روغتیا یې ښه نه ده.

له دې مخکې هم په یوه روغتون کې د هغه درملنه شوې وه.

د پاکستان پخواني وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي عدالتي پرېکړه خواشینونکې بللې ده.

نوازشریف چې درې دورې وزیر اعظم پاته شوی، په ۲۰۱۷ میلادي کال د پاکستان ستر عدالت (سپریم کورټ) له وړتیا ویوست او له دندې یې لیرې کړ.

په تېر ډسمبر کې د درغلۍ ضد عدالت (نېب) نوموړی د ګټو وټو د مالي سرچینو پټ ساتلو په تور په اوه کلن بند سزا کړ.

له هغې وړاندې هم نوموړی په جولای میاشت کې په لندن کې د جدیدو اپارټمانونو د پېرلو په جرم په لس کاله بند سزا شوی و چې پرضد یې د اپیل کولو په نتیجه کې د ۲۰۱۸م کال په سېپټمبر کې له زندانه په ضمانت خوشې شوی و.

نوازشریف پرځان لګول شوي تورونه ردوي او وایي چې هغه سیاسي انګیزه لري.

XS
SM
MD
LG