د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان احتساب اداره انصاف ورکوي که انتقام اخلي؟


فوټو: رویټرز
فوټو: رویټرز

په داسې حال کې چې د پاکستان احتساب عدالت نوازشریف ته د جرمانې او بند سزا اورولې، او هغه یې زندان ته استولی دی، اپوزیشن ګوندونه تور لګوي چې له دوی سیاسي انتقام اخیستل کیږي.

د ډیسمبر په ۲۵ مه په اسلام اباد کې د مسلیم لیګ ن مشرانو د احتساب عدالت لخوا د نوازشریف په اړه شوې فیصله رد کړه او وې ویل، نیب یوازې د دوی د مشرانو په ضد کاروایي کوي او په نورو کیسونو سترګې پټوي. خبري غونډې ته په وینا کې د ګوند رهنما احسن اقبال وویل

"په کومه فیصله کې نوازشریف ته سزا ورکړل شوه، په هغې کې د رشوت ذکر شوی خو د رشوت د څرنګوالي په اړه پکې څه نه دي ویل شوي. مخکې یې نوازشریف په دې ناهله کړ چې له زوي یې تنخا نه ده اخیستې، په دې فیصله کې ورته وویل شو چې زوي دې درته پیسې لیږلي نو ځکه ناهله شوې."

نوازشریف د ډېسېمبر په ۲۴ مه د اسلام اباد احتساب عدالت په فلیګ شپ کېس کې بري کړ او په العزیزه کیس کې یې ورته د جرمانې او اووه کاله زندان سزا ورکړه.

تردې مخکې هم یوه احتساب عدالت روان کال د جولایي په شپږمه په لندن کې د کورنو اخیستو په قضیه کې شریف ته لس کاله بند سزا اورولې وه. وروسته د اسلام اباد محکمې نوموړی په ضمانت خوشی کړ.

قانون پوهه قاضي انور وایي د نوازشریف په اړه شوې د نیب عدالت په پریکړه کې انصاف نه دی شوې.

"په فیصله کې نوازشریف د کمپنۍ مالک ګرځول شوی دی، د دې لپاره ثبوتونه پکار وي، چې نشته"

کارپوه رحیم الله یوسفزی وایی په پاکستان کې د احتساب نعره مشهوره ده او هر حکومت په پېل کې د احتساب عمل شورو کوي خو روستو یې بیا د سیاسي ګټو لپاره کاروي.

"مشرف هم چې کله په حکومت قبضه وکړه نو د احتساب نعره یې اوچته کړه، خلکو خوښه کړه خو بیا هغه دا د سیاسي ګټو لپاره استعمال کړه. اوس هم هم اپوزشن ګوندونه دا اعتراضونه کوي. د احتساب ادارو د امتحان وخت دی. که دوی د حکومتي کسانو هم د احتساب لاندې راوستل نو په دوی به اعتراضونه کم شي))

یوسفزي وویل سیاستوال هم احتساب خوښوي خو چې کله پخپله د دوی احتساب کیږي نو بیا پرې نېوکې کوي.

په پاکستان کې اپوزیشن ګوندونو تور پورې کړی چې د احتساب په نوم له سیاستوالانو څخه غچ اخیستل کېږي خوواکمن تحریک انصاف دا تورونه ردوي او وایي د احتساب پر عمل کې له چا سره جوړجاړی او معامله نه کوي او د احتساب اداره یا نیب په خپلو چارو کې خپلواکه ده.

XS
SM
MD
LG