د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوازشريف: نه دار او نه زندان مې د تګ مخه نيولی شي


د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف ويلي، که دار وي او که زندان وي خو دی به هرو مرو پاکستان ته ستنېږي.

د چارشنبې مازيګر په لندن کې له خپلې لور مريم نواز سره د ګډې خبري غونډې پر مهال نوموړي وويل چې دوی دواړه به نن د زيارت په ماښام پاکستان ته روانېږي.

هغه خبري غونډه د لندن په يوه تالار کې وکړه چې پکې د مسلم ليګ نواز ډلې يوشمېر ملاتړیو هم ګډون وکړ او هغوی به وخت پر وخت شعارونه ورکول.

نوموړي وويل چې نن ماښام به په داسې حال کې پاکستان ته ستنېږي چې د مېرمنې روغتيايي حالت يې اوس هم د اندېښنې وړ دی او په روغتون کې بېهوشه پرته ده.

زما شخصي رشتې په مشکل کې دي خو زه له خپل ولس سره د کړې ژمنې او رشتې ساتلو په خاطر پاکستان ته ځم. زه د زندان کوټه او پهانسۍ زندۍ په سترګو وينم او ور روان یم.
نوازشريف

خو نواز شریف زياته کړه چې د خپل شخصي درد او تکليف سربيره هم له خپل ولس سره د کړې ژمنې په خاطر پاکستان ته ځي.

نوازشريف زياته کړه،

''زه په داسې حال کې په غمجن زړه بیرته ځم چې زما مېرمن د اندېښنې وړ ناروغي لري، هغه په هوش کې نه ده. خبر نه يم چې زه به خپله مېرمن کله، چېرته او په کوم حال کې بيا و وينم. زما شخصي رشتې په مشکل کې دي خو زه له خپل ولس سره د کړې ژمنې او رشتې ساتلو په خاطر پاکستان ته ځم. زه د زندان کوټه او زندۍ په سترګو وينم او ور روان یم.''

نواز شريف هغه کسان مخاطب کړل چې د ده په وينا نوم يې له هېواده د نه وتونکيو کسانو په فهرست کې شامل کړی، هغه چې وايي دی پاکستان ته نه ځي او هغه چې ادعا يې کوله چې نوازشريف په لندن کې سياسي پناه اخيستې ده. دغو ټولو ته نوازشريف وويل چې خپل وطن ته روان دی او هغه ځکه چې د ده په وينا پاکستان په مشکلاتو کې راګېر دی.

نوموړي زياته کړه چې له خپل ولس سره يې ژمنه کړې وه چې د دوی واکمني به بحالوي او ووټ ته به د درناوي اعلان کړی مشن سر ته رسوي.

''ما له خپل ولس سره ژمنه کړې ده چې زه به د دوی واکمني بحالوم، زه خپل ولس يوازې نه شم پرېښودلای او د دې مشن په لار کې که جېل وي او که پانسۍ اوس به زما قدمونه و نه درېږي.''

نواز شریف، د هغه لور او زوم ته د جولايي پر شپږمه د پاکستان احتساب عدالت د ايون فيلډ نومې مقدمه کې سزاګانې اورولې وې.

نوازشريف ته د لسو، مريم نواز ته د اوو او د هغې خاوند کېپټن صفدر ته د يوه کال بند سزا اورول شوې وې.

چارواکي وايي چې پاکستان ته له ورتګ سره سم به نوازشريف او مريم نواز د عدالت د فيصلې په رڼا کې ګرفتاروي.

ما له خپل ولس سره ژمنه کړې ده چې زه به د دوی واکمني بحالوم، زه خپل ولس يوازې نه شم پرېښودلای او ددې مشن په لار کې که جيل وي او که پهانسۍ اوس به زما قدمونه و نه درېږي.
نوازشريف

خو نوازشريف په خبري غونډه کې د عدالت پر فيصله تنقيد وکړ او ویې ویل چې احتساب عدالت په خپله فيصله کې ليکلي چې دوی يې پرضد د کرپشن يا غلا هېڅ قسم ثبوت و نه موند.

نواز شريف تور پورې کړ چې ده ته ورکړل شوې سزا له عدالته بهر يو بل چا ورکړې ده خو البته هغه په دې اړه د چا نوم وا نه خیست.

پر دې موقع مريم نواز وويل چې له عدالته يې هم د دغسې فيصلې توقع کوله.

هغې زياته کړه چې د يوې لور په حیث دا خپل فرض ګڼي چې له خپل پلار سره اوږه په اوږه ودرېږي او دغه شان د يوې پاکستانۍ په حیث دا خپل فرض ګڼي چې خپل ولس د جبر له ځنځيرونو ازاد کړي.

XS
SM
MD
LG