د لاسرسي ځای

تازه خبر

رضا رباني: یوازې د سیاستوالو نه بلکې د ټولو دې احتساب وشي


رضا رباني
رضا رباني

د پاکستان د سېنټ پخواني چېرمېن او د پپلز ګوند مخکښ سنېټر رضا رباني ویلي دي چې په ملک کې یوازې د سیاستوالو احتساب کول د منلو وړ خبره نه ده.

نوموړي د نومبر پر ۱۶مه د سېنټ غونډې ته وویل ، که حساب کېږي له هر چا سره دې وشي.

ده وویل، “په ملک کې یو طرفه احتساب د منلو وړ نه دی. یوازې سیاستوال درغلۍ نه کوي. که احتساب کېږي نو بیا دې له ټولو سره وشي. له عدالتي بېروکرېسي سره دې حساب وشي ، له ولسي او پوځي بېروکرېسي سره دې حساب وشي. خو د هغه لپاره موږ تیار نه یو.”

د سیاسي چارو کارپوه او پخوانی سنېټر افراسیاب خټک وايي ، رضا رباني ګټوره خبره کوي خو د ده په وینا ، داسې فکر لرونکي په پاکستان کې ډېر کم دي.

افراسیاب خټک وویل ، سیاسي ګوندونه په خپله د موقع پرستۍ ښکار شوي دي او پر دې خبره کلک نه درېږي چې د ټولو احتساب دې وشي.

افراسیاب خټک وویل، “په کار ده چې داسې یو قانون جوړ کړي چې احتساب د ټولو لپاره شي. انتقامي کاروايي نه وي خو چا چې درغلۍ کړې وي له هغوي سره حساب وشي او له قانون سره سمه سزا ورکړل شي”.

د سیاسي چارو بل کارپوه ډاکټر اعجاز خټک وايي ، که عدالتونه له هر چا سره بې امتیازه حساب وکړي نو به د ولس باور ورباندې زیات شي.

ډاکټر اعجاز خټک زیاته کړه چې “پر عدالت د ولس باور ځکه ضروري دی چې له هغه پرته که سم فله ونیسي هم نو خلک ورته د شک په سترګه ګوري چې ګواکې دې کې سیاست دی.”

نوموړي وویل چې په اوسنیو حالاتو کې ده ته داسې نه ښکاري چې له ټولو سره د حساب کولو لپاره دې پرېکنده ګامونه پورته کړل شي.

په پاکستان کې جمهوریت پلوه سیاست وال نیوکې کوي چې یوازې پر سیاسي مشرانو مقدمې چلول کېږي او د عدالت ججان او پوځي جنرالانو ته څه نه ویل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپوزېشن او مسلم لیګ نون مشر شهباز شریف اوس هم د درغلیو د داسې تورونو له کبله په بند کې دی کوم چې هغه نه مني.

د شهباز شریف تر څنګ نه یوازې د هغه مشر ورور او یاد ګوند رهبر نواز شریف هم عدالت ته ځي راځي بلکې د دوي ځینې سیاسي ملګري وار له مخه سزا شوي دي.

د پپلز ګوند پر شریک مشر اصف علي زرداري او یو شمېر نورو سیاستوالو هم د ملک په عدالتونو کې مقدمې روانې دي.

د یادونې وړ ده چې د تېر حکومت په موده داسې یو مسوده پارلمان ته راوړل شوې وه چې له هر چا سره د حساب کولو لپاره به ترې قانون جوړېدی خو د افراسیاب خټک په وینا ، په خپله هم دا سیاسي ګوندونه د هغوې مسودې له قانون کولو پرشا شوي وو.

XS
SM
MD
LG