د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف د سزا په اړه سیاسي ګوندونه څه وايي؟


نواز شریف
نواز شریف

د پاکستان د اسلام اباد احتساب عدالت جج محمد بشير اېون فيلډ رېفرنس کې پخواني وزيراعظم نوازشريف ته د لس کالو بند او اته میلیونه پاونډو جرمانې سزا اورولې ده.

عدالت د نواز شریف لور مریم نواز ته د اوو کالو بند او دوه میلیونه پاونډ جرمانې سزا ورکړې ده او د هغې خاوند کپټن ريټايرډ صفدر ته يې د یو کال بند سزا اورولې ده.

د احتساب عدالت د جولايي پر شپږمه د اورولې پرېکړې په ترڅ کې په لندن کې د نوازشريف د کورنۍ د فلېټونو د ضبط کولو امر هم کړی دی.

د پاکستان سیاسي ګوندونو د احتساب عدالت د دې پرېکړې په اړه بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.

د پاکستان تحريک انصاف انجنير حامد الحق وايي د عدالتي فېصلې به د پاکستان پر سياست ډیر مثبت اثرات پرېوځي.

د ده په وینا دا ځکه چې په ملک کې په لومړي ځل د طاقت لرونکو خلکو احتساب پیل شو او هر هغه څوک چې درغلیو کې ککړ وي هغوي لپاره هم دا یو سبق شو.

د جميعت علماء اسلام فضل الرحمن ډلې سنېټر عطاء الرحمن وايي په ظاهره خو فېصله د نوازشريف پرضد ده خو سياسي ګټه به يې نوموړي ته ډيره زياته وي.

د جماعت اسلامي پخوانۍ پارلماني استازې عايشه سېد وايي احتساب عدالت ډیره تاريخي فېصله کړې ځکه چې د دې په وینا ، نوازشريف د قام پېسه لوټلې وه نو پکار ده چې دغه پېسې ترې واپس واخستل شي.

د عايشه سېد په وینا ، له دې سره سره هر هغه څوک چې په درغلیو کې ککړ دي هغوي ته دې هم سزا ورکړل شي.

پخوانی سنېټر او د عوامي نېشنل ګوند مخکښ افراسياب خټک وايي له عدالت څخه یې د هم داسې پرېکړې تمه لرله.

د ده په وینا دا ځکه چې نواز شریف په څه ډول له حکومته لرې کړل شو نو له هغه دا ښکاريده چې له سیاست څخه د نوموړي د لرې کولو تیارۍ روانې دي.

د احتساب عدالت جج محمد بشير څه باندې نهه میاشتې د اېون فيلډ رېفرنس مقدمې اوريدنه وکړه او د جولايي پر دريمه نېټه یې خپله پرېکړه وکړه او پر شپږمه جولايي یې واوروله.

نواز شریف د جولايي پر پنځمه عدالت ته خواست کړی وو چې د پرېکړې اورول دې تر هغه وخته وځنډوي چې دی له لندن څخه ورستون شي.

نواز شریف دا وخت په لندن کې دی چېري چې د هغه مېرمن کلثوم نواز د سختې ناروغۍ له امله له تېرو څو میاشتو راهسې په روغتون کې داخله ده.

په اېون فيلډ رېفرنس کې ټول د ۱۸ ګواهانو بېانونه ريکارډ کړل شوي دي چې پکې د ګډې پلټنيزې ډلې مشر واجد ضياء هم شامل دی.

د اسلام اباد احتساب عدالت تر هغې وروستو د شريف کورنۍ پرضد مقدمې پیل کړې چې تير کال د جولايي پر ۲۸مه سپريم کورټ نواز شريف د شتمنيو نه ښودلو په تور د وزيراعظم څوکۍ لپاره نااهله ګرځولی وو او نېب ته يې امر کړی وو چې د دوي پرضد مقدمې بيا پیل کړي.

د نواز شريف د کورنۍ پرضد د لندن ايون فيلډ د جايیداد علاوه دوې نورې مقدمې هم روانې دي چې پکې یوه د سعودي عرب جدې ښار العزيزيه سټيل مل او دویمه د نوازشريف د کورنۍ په نورو ملکونو کې د ۱۵ کمپنیو درلودلو په تور کې درج کړل شوې مقدمه ده.

XS
SM
MD
LG