د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د کندهار قربانيانو او قهرمان د جنازې غايبانه لمونځ


نن په باچا خان مرکز پېښور کې د کندهار د پرونۍ پېښې د قربانيانو او د اکتوبر پر ۱۷مه په هلمند کې د وژل شوي افغان پارليماني غړي عبدالجبار قهرمان د جنازې غايبانه لمونځ ادا کړل شو. په لمانځه کې په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ پر چارواکو او د عوامي نېشنل ګوند پر غړیو سربېره په لسګونه کسانو برخه واخيسته.

د جنازې تر لمانځه وروسته د عوامي نېشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرېټري میا افتخار حسېن د وينا پر مهال په افغانستان کې پر وروستیو ترهګریزو پېښو خواشیني وښوده او ویې ویل چې دا ډول پېښې غندي او دا په افغانستان کې د کېدونکو ټولټاکنو د مخنیوي یوه دسیسه بولي. نوموړي په خپله وينا کې افغان چارواکي وستایل چې په کړکېچنو حالاتو کې هم ټاکنې کوي.

افتخار حسېن جنرال عبدالرازق او عبدالجبار قهرمان د "امن شهیدان" او د هغوی وژونکي د " امن دښمنان" وبلل او ویې ویل چې د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې په رڼا کې به په پښتون وطن کې د امن لپاره د دوی هڅې روانې وي.

تر لمانځه وروسته د افغان کونسلګرۍ چارواکي محمد هاشم نيازي ګډونوالو ته وويل چې د افغان جګړې د خاتمې يوازينۍ حل لاره خبرې اترې او سوله ده. د کندهار په پرونۍ پېښه کې د ولايت د پولیسو مشر جنرال عبدالرازق او استخباراتي چارو مشر جنرال عبدالمومن حسین خېل وژل شوي ول.

جنرال عبدالرازق څوک و؟
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

XS
SM
MD
LG