د لاسرسي ځای

تازه خبر

رسنۍ او فعالان د عمران خان د حکومت لومړۍ ورځې ولې منفي ارزوي؟


عمران خان د اګست پر ۱۸مه د وزیراعظمۍ د دندې لوړه وکړه
عمران خان د اګست پر ۱۸مه د وزیراعظمۍ د دندې لوړه وکړه

پراګ - د اګست پر ۱۸مه د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د هېواد د وزیراعظم د دندې لوړه وکړه او کابینه یې جوړه کړه چې نوی، نوی یې کار پیل کړی.

خو په پاکستان کې رسنۍ او فعالان وايي، دې حکومت په لومړیو ۱۰ ورځو کې ځېنې لانجمن کارونه کړي دي.

د مثال په توګه، د پاکستان انګرېزۍ ژبې دي نیوز ورځپاڼې د اګست پر ۲۸مه په یوه لیکنه کې د حکومت د لومړیو ۱۰ ورځو د کار جاج اخیستی او پکې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو او وزیراعظم عمران خان تر ټېلېفوني خبرو وروسته د دواړو هېوادونو د بیانونو په متن کې د اختلاف موضوع یاده کړې. همدې ورځپاڼې عمران خان ته د هندي وزیراعظم نرېندرا مودي د لیک مثال هم ورکړی او وايي چې د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تر بیان وروسته نوی دیلی سپیناوي ته اړ شو.

یوې بلې ورځپاڼې پاکستان ټوډې د حکومتي لګښتونو د کمولو او بیا د وزیراعظم له دفتره تر کوره پورې په هېلېکاپټر کې د عمران خان د تګ تر منځ تضاد په ګوته کړی.

ټولنیزې رسنۍ له څو ورځو راهیسې د تحریک انصاف په اېتلافي حکومت کې د اورګاډو د وزیر شیخ رشید او د وزارت د یوه کارکوونکي لانجه یادوي او د حکومت وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راوستې.

دوی ویل دا به کوو، هغه به کوو. خو چې تاسې کله واکمن شئ نو بیا درته پته لګي چې ډېر شیان په عمل کې مختلف وي.
نزهت صادق

تحریک انصاف د جولای د ۲۵مې تر انتخاباتو مخکې د کیمپېن پر وخت د مثالي حکومتولۍ ژمنه کړې وه، نو اوس په دودیزو او ټولنیزو رسنیو کې د دې حکومت د لومړیو ورځو د کار په اړه بحث څه ښکاره کوي؟

د ګوند یو سیاستوال او سېنېټر لیاقت خان ترکی وايي، رسنیو او فعالانو به د پخوانیو حکومتونو درغلۍ په ګوته کولې خو د تحریک انصاف اېتلافي حکومت له دې توره پاک دی نو اوس بله موضوع نه ده پاتې: "زه به د پښتو یو متل ووایم. مرغۍ ډېرې الوځي، خو مړز چې والوځي نو هر سړی وايي، هاغه دی بټېر والوت، هاغه دی بټېر والوت. نو دوی اوس په [خوردبیني] نظر [زموږ چارې څاري] او بل دا چې له خلکو سره [بله موضوع] نشته."

اړوند موضوعات:

د امریکا بهرنیو چارو وزارت "پاکستان کې د ترهګرو" په اړه د بیان دفاع کړې

قریشي: هڅه کوو له امریکا سره مو اړیکي ښه شي

د عمران خان لګښتونو کمولو پاليسي څومره ګټه لري؟

"عمران خان دې د خلکو بنیادي او بشري حقونه خوندي کړي"

عمران خان او د ترهګرۍ د مخنیوي پلان

پاکستان مسلم لیګ (ن) له ۲۰۱۳ز کاله تر ۲۰۱۸مه پورې د پخواني اېتلافي حکومت مشري کوله. د دې ګوند یوه سیاستواله او سېنېټره نزهت صادق وايي، د تحریک انصاف په مشرۍ د نوي وفاقي حکومت پر چارو ځکه بحث پیل شوی دی چې دې ګوند د بچت او کفایت شعارۍ نعره وهلې وه خو عملاً دا کار امکان نه لري:

"[د حکومت پر چارو] خرچه راځي. لکه دوی وايي موږ به [د وزیراعظم د دفتر] ګاډي خرڅوو او ځان ته هېڅ ګاډي نه پرېږدو نو د وزیراعظم خو مېلمانه وي، د نورو هېوادونو مشران راځي، نو هغوی ته به څه کوي؟ د هغوی لپاره به ګاډي نه وي په کار؟ نو اوس په یو شي کې پانګونه شوې، او دوی یې ختموي نو دا مناسبه نه ده. هو، که ډېر زیات لګښتونه کېږي نو بیا [کفایت شعاري او بچت] ښه وي. نو دا هر څه ښيي چې [د تحریک انصاف سیاستوالان د حکومت چارې] په بلوغت پر مخ نه وړي."

مرغۍ ډېرې الوځي، خو مړز چې والوځي نو هر سړی وايي، هاغه دی بټېر والوت، هاغه دی بټېر والوت.
لیاقت خان ترکی

نزهت صادق زیاتوي چې تحریک انصاف تر انتخاباتو مخکې لویې دعوې کړې وې او پیمانه یې لوړه کړې وه نو ځکه د ټولنیزو او روایتي رسنیو څار او بحث ضروري دی:

"[د تحریک انصاف حکومت] ځانته لویه پیمانه کښېښوده. دوی ویل دا به کوو، هغه به کوو. خو چې تاسې کله واکمن شئ نو بیا درته پته لګي چې ډېر شیان په عمل کې مختلف وي. کله چې تاسې حکومت جوړ کړئ نو بیا به هغه وعدې عملي کوئ چې تاسې کړې وې. نو تاسو اوس وینئ چې په لومړیو ورځو کې خلکو ، زموږ برېښنايي، چاپي او ټولنیزو رسنیو د حکومت پر کړنو بحث پیل کړی."

سېنېټر لیاقت خان ترکی مني چې د حکومت چارې اصلاً ګرانې وي خو دی وايي، تحریک انصاف ځانته همدا مشکله لار غوره کړې: "چونکې زموږ پاکستانیان له میرټ سره عادت نه دي نو تل [لنډه لار] نو په دې وجه اعتراضونه کېږي."

دواړه سېنېټران د ولس، فعالانو او رسنیو څار مثبت عمل ګڼي او وايي، باید د هر حکومت محاسبه وشي.

دوی زیاتوي چې د حکومت چارې تر پوښتنې لاندې راوستل او پکې د ولس شمولیت یو جمهوري اصل دی.

XS
SM
MD
LG