د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عمران خان لګښتونو کمولو پاليسي څومره ګټه لري؟


د پاکستان وزيراعظم، عمران خان
د پاکستان وزيراعظم، عمران خان

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په سېنټ کې د اګست په اوه ويشتمه وويل چې د قرض خلاصولو لپاره ځيني اصلاحات کوي. نوموړي زياته کړه چې په دې اصلاحاتو کې له خلکو د ټېکسونو راټولول او د چارواکو شاهانه خرچې کنټرولول ډېر ضروري دي.

نوموړي زياته کړه: ((له يوې خوا به خرچې راکموو. بل به له پاکستانه د تورو پېسو وتل يا مني لانډرينګ کنټرولولو ته ډېر پام کوو. د خپل آمدن زياتولو کوښښ هم کوو. تاسو به وګورئ چې موږ ټيکسونو راټولولو لپاره څومره ښه طريقه خپلوو. خلکو ته به دا احساس ورکوو چې ستاسي پېسې زموږ د شاهانه ژوند لپاره نه دي. بهر مېشتي پاکستانيان د ملک لويه اثاثه ده. دلته به حکومتداري داسې ښه ساتو چې هغوی سرمايه کارۍ ته وهڅوو.))

دا کومې خرچې چې عمران خان يادوي دا د پاکستان د بجټ صفر اعشاريه دوه فيصده جوړېږي چې هيڅ هم نه دي.
د اقتصادي چارو پوه، اکرام هوتي

په همدې حال کې اپوزيشن ګوندونو پر عمران خان نيوکې کړې چې په بني ګالا له خپل کوره تر اسلام اباده خپله دفتر ته په هيلي کاپټر کې ځي او په هر سفر لکونو روپۍ مصرفوي.

د پاکستان خزانې وزير، اسد عمر تر دې مخکې مطبوعاتو ته ويلي وو چې د اقتصاد ښه کولو او د روپۍ ارزښت سم ساتلو لپاره دولس اربه ډالرو ته ضرورت لري. د اقتصادي چارو پوهانو په وېنا دا پېسې ورځ په ورځ ځکه زياتېږي چې د ورکولو موده يې پوره شوې او هره ورځ پرې سود ډيريږي.

د اقتصادي چارو پوه، اکرام هوتي مشال راډيو ته وويل که عمران خان پاکستان له راتلونکي بحرانه ويستل غواړي، بايد لوی لګښتونه کم کړي. ((ډېرې پېسې پوځ مصرفوي او په پرمختيايي کارونو کې د رشوتونو او اضافي لګښت په ترڅ کې ضايع کېږي. نو پاکستان بايد د پوځ بجټ چې حساب کتاب نه لري راکم کړي او په پرمختيايي کارونو کې د درغليوو په ترڅ کې د ضايع کېدونکو پېسو مخه ونيسي.))

د يادونې ده چې په نړيواله کچه د پورونو ورکوونکې ادارې، آيي، ايم، ايف ته امريکا خبرداری ورکړی چې پاکستان ته دولس اربه ډالر قرض ځکه ورنه کړي چې دا پېسې به د چين جېب ته ځي. اسلام اباد غواړي پر دې پېسو د بيجينګ قرضونه خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG