د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي: هڅه کوو له امریکې سره مو اړیکې ښې شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شا محمود قریشي

پراګ ـ د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هيله ښودلې چې د سپټمبر پر پنځمه نېټه د امريکا د بهرنيو چارو وزيرمايک پومپيو د اسلام اباد د سفر پر مهال به هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو تعلقات پر ښه لور روان شي.

د اګست پر ۲۸مه، په سېنېټ کې د وينا پر مهال شاه محمودقريشي وويل چې هڅه به کوي چې د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې ښې شي.

((پر پنځمه نېټه هغه ( مايک پومپيو) راځي نو موږ به کوشش کوو چې چې له امريکا سره په دوه اړخيزه تعلقاتو کې کوم پړاو ته رسېدلي يو هغه د بهترۍ پر لور وېسو او په دې کې د پاکستان د ولس او د هغو د منتخبو استازو رايې ته اهميت ورکړل شي.))

د پيپلز پارټۍ يو مشر رضا رباني دوه ورځې وړاندې د سېنېټ په غونډه کې د عمران خان او د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو ترمنځ په ټيليفون د شويو خبرو وروسته د جاري شويو بيانونو پرسر د رامنځ ته شوې لانجې موضوع راپورته کړې وه.

ددې په ځواب کې شا محمود قريشي وويل چې پاکستان پر خپل بيان اوس هم ولاړ دی او هغه خبره چې د امريکا خارجه وزارت په بيان کې کړې وه په ټيليفونې تماس کې نه وه شوې.

د عمران خان او مايک پومپيو ترمنځ د اګست پر ۲۳مه د ټيليفوني خبرو وروسته د امريکا خارجه وزارت بيان خپور کړی وو چې پکې ويل شوي وو چې د دفاع وزير له عمران خان سره په پاکستان کې د ترهګرو د فعاليت له منځه وړلو لپاره د پرېکنده اقداماتو موضوع راپورته کړه.

XS
SM
MD
LG