د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو وزارت "پاکستان کې د ترهګرو" په اړه د بیان دفاع کړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي له نوي پاکستاني حکومت سره ښو اړیکو ته سترګې په لار دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي له نوي پاکستاني حکومت سره ښو اړیکو ته سترګې په لار دي

پراګ - د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، پر هغه بیان ولاړ دی چې د اګست د ۲۳مې پر مازیګر یې د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو او د پاکستاني وزیراعظم عمران خان تر ټېلېفوني خبرو وروسته خپور کړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل د اګست د ۲۳مې پر ماښام پر ټوېټر په یوه بیان کې تور پورې کړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې "تېروتنه شوې" نو ځکه ورسره "موافق نه دی."

فیصل لیکلي، د وزیراعظم عمران خان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېو ترمنځ په ټېلېفوني "خبرو کې د پاکستان پر خاوره د ترهګرو د فعالیت هېڅ ذکر نه وو شوی."

پر ټوېټر د ډاکتر فیصل بیان

تر دې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناورټ په واشنګټن کې د خبریالانو د پوښتنې، ځواب ورکړ:

"موږ د خپل بیان پر متن ولاړ یو. ضروري نه ده چې زه یې دلته ټکی په ټکی ولولم. [پاکستان] زموږ مهم ملګری هېواد دی. د بهرنیو چارو وزیر له [پاکستاني] وزیراعظم سره پر ټېلېفون [په ښه فضا] کې خبرې وکړې او موږ [د هغه هېواد له ملکي حکومت] سره په راتلونکې کې ښه تعلق ته سترګې په لار یو."

ډاکتر فیصل پر ټوېټر په بیان کې د امریکا د بهرنیو چارو پر وزارت غږ کړی دی چې "سمدستي دې خپل بیان درست کړي."

پر ټوېټر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیان

خو هیدر ناورټ د خبریالانو د مسلسلو پوښتنو په ځواب کې د وزارت د بیان دفاع وکړه او هیله یې وښوده چې د پاکستان له نوي حکومت سره به ښه اړیکي ولري.

تر دې مخکې د امریکا او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مایک پامپېو او عمران خان تر ټېلېفوني خبرو وروسته جلا، جلا بیانونه خپاره کړي ول.

اړوند موضوعات:

پاکستان وايي له کابل او واشنګټن سره یو ځای امنیتي ستونزې هواروي

مایک پېنس: هغه ورځې ولاړې چې پاکستان به ترهګر ساتل

"پاکستان به هيڅکله د طالبانو خلاف عمليات ونه کړي"

په بیانونو کې راغلي ول چې پامپېو، د عمران خان د حکومت د بریا هیله وښوده او دواړه د دوه اړخیزه اړیکو پر پیاوړي کولو سلا شول.

په دې بیانونو کې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ ذکر هم شوی دی.

د امریکا په بیان کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر مایک “پامپېو په پاکستان کې د فعالو ترهګرو پر ضد د پرېکنده اقدام ارزښت په ډاګه کړ” خو دا جمله د پاکستان په بیان کې نه ده راغلې.

د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ تعلقات د روان کال له پیل راهیسې ساړه دي. د جنورۍ پر لومړۍ نېټه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټوېټر په بیان کې پر پاکستان تور پورې کړی وو چې له امریکا یې بیلیونونه ډالره اخیستي خو د ترهګرۍ پر ضد یې په جګړه کې دوه مخي کړې.

پاکستان د نوموړي دا تور رد کړی وو او ویلي یې ول چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG