د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د نوې کابینې ۱۶ وزیرانو لوړه وکړه


د اګست د ۲۰مې پر سهار، په اسلام اباد کې د ولسمشر په ماڼۍ کې د تحریک انصاف په مشرۍ د پاکستان د نوي اېتلافي حکومت ۱۶ وزیرانو سوګند وکړ.

په دې مراسمو کې د هېواد وزیراعظم عمران خان هم موجود وو چې د اګست پر ۱۸مه یې د دندې لوړه کړې وه.

په نوې کابینه کې، د بهرنیو چارو دنده شاه محمود قریشي، د دفاعي چارو څوکۍ د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر پروېز خټک او د مالي چارو وزارت اسد عمر ته سپارل شوي خو د کورنیو چارو وزیر پکې نشته.

د هېواد وزیراعظم عمران خان د کورنیو چارو وزارت دنده له ځانه سره ساتلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG