د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې له چاپو او بریده شپږ تنه وژل شوي


له کوټې ۲۵ کلومیټره لیرې سهېل پلو ته د دشت په تیرا میل سیمه کې بېګا شپه پاکستانیو امنیتي سرتېرو د خپلو پټو مالوماتو پر بنیاد د مشکوکو وسله والو پر یوه کور په چاپه کې د یوې مېرمنې په ګډون څلور تنه وژلي دي.

چارواکي وايي چې له وسله والو سره د نښتې پر مهال په ډزو کې یوه ښځه او پنځه پولیس سرتېري ژوبل شوي دي.پر امنیتي سرتېرو د وسله والو په ځوابي برید کې چې راکټې یې هم توغولې، د پولیسو یو ګاډۍ هم ویجاړ شوی دی.

د کوټې پولیس اېس پي اعتزاز ګورایا په دې اړه مشال راډیو ته ویل چې په وسله والو کې یوه کس پر خپل بدن تړلي باروت وچول او خپلځان یې وواژه. نوموړی وايي، د دغې پېښې له ځایه په لويه کچه درنه وسله او باروت هم ترلاسه شوي دي.

بلخوا د سرحدي عسکرو له لوري په یوه لنډ بیان کې ویل شوي دي چې دغه وسله وال کسان د اختر په ورځ د سریاب په کلي بنګلزي کې د لېویزو پر موټر باندې په برید تورن ول چې پکې درې لېویزوالا وژل شوي ول. دغه لېویز سرتېري له خپلو ماشومانو سر د اختر په خوشالۍ کې د برخې اخیستلو لپاره له سبۍ څخه و کوټې ته روان ول.

په کوټه کې درې لیویز عسکر وژل شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:16 0:00

بلخوا د کوټې په نوي کلي کې د ځینو ناڅرګند وسله والو له لوري د پولیسو د سب انسپکټر پر موټر باندې نن د چارشنبې سهار هغه مهال ډزې وشولې کله چې هغه له کوره د بازار پر لور روان وو. په پېښه کې سب انسپکټر عبدالصمد د هغه سپین ږیری پلار او د هغه زوی وژل شوي او خپله دی عبدالصمد سخت ژوبل دی.

د نوي کلي پر پېښه د بلوچستان کورنيو چارو وزیر عنایت کاسي ایډوکیټ سخته خواشیني ښودلې او پولیسو ته یې د تورنو کسانو د نیولو امر کړی دی.

نور ولولئ

'د اډیاله زندان پښتانه بندیان به نن راخوشې شي'

بخښنې نړیوال سازمان: د پښتون ژغورنې غورځنګ بندیان ژر پرېږدئ

لورلایي: له اډیاله بندیانو سره پیوستون په انساني ځنځیر

XS
SM
MD
LG