د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوټې د اېف سي ځواک پر مرکز په برید کې پینځه وسله وال وژل شوي


کوټه - د بلوچستان چارواکي وايي، په کوټه کې یې د اېف سي ځواک پر مرکز د پینځو بریدګرو له وژلو سره وسله واله حمله ناکامه کړې ده.

صوبايي او امنیتي چارواکو وویل، د مې د ۱۸مې پر ماخوستن (ماسخوتن) وسله والو لومړی په کوټه کې د اېف سي ځواک پر مددګار مرکز د توغندیو برید وکړ.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند عمر خراساني رسنیو ته په استول شوي بیان کې د دغه برید ذمه واري منلې ده.

د کورنیو چارو صوبايي وزیر سرفراز بګټي د شپې خبریالانو ته وویل، وسله والو غوښتل چې مرکز ته ورننوځي خو سرتېرو یې مخه ونیوله او ویې وژل:

''د دښمن او ترهګرو نیت دا وو چې مرکز ته ننوځي، د تراوو وخت وو او غوښتل یې چې د لمانځه پر مهال زیات خلک ووژني. خو زموږ زړور ځوانان په مړانه وجنګېدل، زما د بلوچستان له اعلا وزیر سره خبرې وشوې، هغه دې سرتېرو ته د ۱۰ لاکه روپیو د انعام ورکولو اعلان کړی دی.''

تر برید وروسته ګڼ سرتېري د پېښې ځای ته ورسېدل او نښته پیل شوه چې له کبله یې د نوي کلي او چمن هاوسېنګ تر منځ سیمه تر یو ساعت پورې کلا بنده وه.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په یوه بیان کې وویل، په حمله کې پینځه وسله وال وژل شوي او څلور سرتېري ژوبل دي.

بګټي زیاته کړه دا برید کېدای شي د هغو عملیاتو غبرګون وي چې د سېشنبې او چارشنبې تر منځ د شپې مهال د کوټې په الماس کلي کې شوي ول.

حکومت وايي، په هغو عملیاتو کې یې د وسله والې ډلې لشکر جنګوي د یوه مهم قومندان سلمان بادیني په ګډون درې وسله وال وژلي دي. د عملیاتو پر وخت په نښته کې د پاکستان د پوځ یو لوړپوړی افسر کرنل سهېل عابد هم وژل شوی وو.

په هغه نښته کې درې سرتېري ژوبل ول چې پکې یو، سید ثنا الله اغا، د مې پر ۱۷مه په روغتون کې ومړ.

د اېف سي پر مرکز د مې د ۱۷مې برید ذمه واري چا نه ده منلې.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

نن د چای نړيواله ورځ لمانځل کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG