د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې یو ماشوم ګوزڼ ناروغۍ وهلی


په بلوچستان کې د ګوزڼ کارکوونکي.
په بلوچستان کې د ګوزڼ کارکوونکي.

د بلوچستان روغتیايي چارواکي وايي، په دوکۍ ضلع کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

په کوټه کې روغتیايي چارواکو ویلي، د دوکۍ په یو نیم کلن محمد عثمان کې یې د پولیو د وایرس تصدیق کړی دی.

له دې سره سږکال په پاکستان کې د پولیو د نویو ناروغانو شمېر درې ته رسېدلی او درې واړه ماشومان د دوکۍ دي.

د پاکستان چارواکي هیله من دي چې سږکال به هېواد د پولیو له ناروغۍ پاک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG