د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورلایي: له اډیاله بندیانو سره پیوستون په انساني ځنځیر


په لورلایي کې د کوچني اختر په ورځ د پښتون ژغورنې غورڅنګ غړیو د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پي ټي اېم له ۳۷ نیول شویو کسانو سره د پیوستون او پر هغوی د ترهګرۍ مقدمه درجولو پرضد انساني زنځیر جوړ کړی وو.

د لورلايي له مرکزي عیدګاه څخه دغه انساني زنځیر په سپلايي چوک کې په احتجاجي غونډه بدل شو.

دې غونډې ته ایډوکېټ صادیق خان په خپل وینا کې وویل چې د بیان ازادي حق د پاکستان ایین ورګړی دی. نوموړي په خپله وینا کې د بندیانو خوشېکېدوغوښتنه وکړه.

‎د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ غړي د روانې جون میاشتې پر شپږمه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته تر هغه کېدونکې احتجاج مخکې ونیول شول چې په واڼه کې د راپورونو له مخې د پي ټي اېم د سر سر یوه مهم رهبر علي وزیر پر کور د امن کمېټۍ وسله والو چې (یاد غورځنګ یې سرکاري طالبان بولي) د ممکنه یرغل پرضد یې کاوه.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG