په کوټه کې درې لیویز عسکر وژل شوي دي
د بلوچستان په مرکز کوټه کي د ناڅرګند وسله والو په ډزو کې درې لویز عسکر وژل شوي دي. دا پېښه د شنبې په سهار د اختر تر لمانځه وروسته د کوټې په سریاب سیمه کې بنګلزي کلی ته څیرمه رامنځ ته شوې ده .چارواکي وايي چې وسله والو هغه مهال د لیویز پر موټر ډزې کړې دي چې دا درې عسکر په موټر کې سیوۍ څخه کوټې ته روان وو.