د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر بندیانو د ترهګرۍ مقدمه لګېدلې


د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پېښور کې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال.
د پښتو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پېښور کې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال.

د پاکستان د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بندي غړیو مقدمه نن چارشنبه د اسلام اباد یوه ځايي عدالت په خپله اورونه کې د ترهګرۍ ضد عدالت ته وسپارله.

د کېس اورونې پر مهال د جج وینا وه چې دغه نیول شوي کسان یې په عدالتي حدودو کې نه راځي نو ځکه یې د ترهګرۍ ضد عدالت ته لېږي.

د نیول شویو سیاسي فعالانو وکیل اقبال لالا له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ترهګرۍ شق له لګولو سره اوس د ده د موکلانو راپرېښودل ګرانه شوه او ښايي چې اختر یې هم په زندان کې تېر شي. د نوموړي په وینا، په پاکستان کې تر اوسه داسې هېڅ مثال نه ویني چې یو کس دې تش په احتجاج یا مظاهره د ترهګرۍ ضد عدالت ته ولېږل شي.

وکیل اقبال لالا وايي چې دی به د پاکستان سپریم کورټ چیف جسټس ته د دغه ناانصافۍ خلاف یو لیک استوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير کور د محاصرې خلاف احتجاج کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:01 0:00

د مشال را‌ډیو د دې پوښتنې په باب چې د اسلام اباد های کورټ جج ولې د ده پر موکلانو د ترهګرۍ شق مقدمه ولګوله او د هغه دلیل څه وو؟ نو د وکیل اقبال لالا ځواب وو چې جج ویل دغه طالبعلمانو د پوځ خلاف نارې وهلې دي.

د زده کوونکیو وکیل وايي چې د ترهګرۍ شق مقدمه پر هغه چا لګول کېږي چې بمونه یې الوزولي وي، په ټوپک یا نورو وسلو یې ډزې کړې وي، خلک یې په ترهګرۍ کې وژلي وي.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخور مشر محسن داوړ په سه شنبه مشال راډيو ته وویل چې دوی له سرکاري ګمارلې جرګې سره په خبرو کې دې روغې ته رسېدلي چې پي ټي اېم به تر اختر پس په رزمک کې جلسه نه کوي او په بدل کې به د دوی نیول شوي ټول غړي خوشې کېږي. خو په اسلام اباد کې د هغوی ملګري د خوشې کېدو پرځای د ترهګرۍ شق مقدمې ته مخامخ شول.

مشال راډيو د سرکاري ګمارلې جرګې له یوه مشر خان مرجان سره دا مسله وڅېړله نو د نوموړي هیله وښودله چې تر اختر وړاندې به د پي ټی اېم ټول قیدیان راخوشې کړل شي.

ژوب کې د پي ټي اېم جلسه
ژوب کې د پي ټي اېم جلسه

د پي ټي اېم او پښتونخوا معپ غړي د روانې جون میاشتې پر شپږمه نېټه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته تر هغه کېدونکې احتجاج مخکې ونیول شول چې په واڼه کې د راپورونو له مخې د پي ټي اېم د سر سر یوه مهم رهبر علي وزیر پر کور د امن کمېټۍ وسله والو چې (یاد غورځنګ یې سرکاري طالبان بولي) د ممکنه یرغل پرضد یې کاوه.

د پښتنو دغه نیول شويو ۳۷ سیاسي فعالانو کې ډېری د پوهنتونونو د لوړو زده کړو زده کوونکي دي. او ځینې یې د پښتونخوا معپ مهم کارکنان دي.

د منظور پښتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د ورکو او تریتمو کسانو عدالتونو ته د وړاندې کولو، له عدالته لیرې هدفي وژنو مخنیوی، د پښتنو په جنګ ځپلې سیمه (مخکینۍ فاټا) کې د ماینونو پاکول او د پښتنو په سیمه کې د خلکو د ځان او مال ساتنې ډاډمنولو (یقیني کولو) غوښتنې کوي.

یاد غورځنګ په اسلام اباد کې د فبرورۍ کې تر خپل لس ورځني پرلت پس تر اوسه په میرعلي، ژوب، کلاسیف الله، خانوزي، کوټه، پېښور، لاهور، سوات او کراچۍ کې لویې ولسي غونډې کړې دي. په دغه احتجاجي غونډو کې د ورک کړل شویو کسانو یا په هدفي بریدونو کې د وژل شویو خلکو کورنیو چې پکې ښځې او ماشومان ول، په لوی اکثریت ګډون کړی.

سوات کې د پي ټي اېم غونډه
سوات کې د پي ټي اېم غونډه

پاکستانیو امنیتي چارواکیو، ان د پوځ لوی درستیز، د پوځ ویاند او د پېښور کور کمانډر هم په خپلو څرګندونو کې د پي ټي اېم غوښتنې روا او جایزې بللې دي او ویلي یې دي چې په وزیرستانونو کې یې د ماین پاکولو چارې هم پیل کړې، بېځایه چېک پوسټونه یې هم لیرې کړي.

نور ولولئ

محسن داوړ: د رزمک جلسې ځنډونه د ملګرو خوشېکېدو په شرط

په واڼه کې حالات ترینګلي، ګرځبندیز دوام لري

XS
SM
MD
LG