د لاسرسي ځای

تازه خبر

محسن داوړ: د رزمک جلسې ځنډونه د ملګرو خوشېکېدو په شرط


محسن داوړ
محسن داوړ

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، د حکومتي جرګې په خواست یې د اختر په درېمه د شمالي وزیرستان په رزمک کې کېدونکې جلسه ځنډولې ده.

د یاد غورځنګ مخکښ محسن داوړ د سه شنبې په ماښام مشال راډیو ته وویل چې حکومتي جرګې ژمنه ورسره کړې ده چې د دې په بدل کې به د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي ټول غړي خوشي کوي.

محسن داوړ وویل، “زموږ ملګري که په اسلام اباد کې نیول شوي دي، که په بنو کې نیول شوي دي او که د ملک په هره برخه کې نیول شوي دي هغوی به ټول راخوشې کوي.”

محسن داوړ وویل، پښتون ژغورنې غورځنګ د رزمک جلسه یوازې د دې لپاره ځنډولې ده چې نیول شوي ملګري یې خوشې کړل شي او اختر پر کور تېر کړي.

خو پوښتنه دا ده چې پر دې کسانو د ریاست ضد فعالیت کولو په تور مقدمې کښل شوې دي، له هغوی سره به څه کېږي؟

محسن داوړ په دې اړه وویل، “زموږ هوکړه پر هم دې شوې ده چې دا ټول کسان به نه یوازې خوشې کوي بلکې پر هغوی درج کړل شوې مقدمې به هم ختموي.”

محسن داوړ وویل، د پاکستانیو خبري رسنیو دا خبره غلطه ده چې پښتون ژغورنې غورځنګ پر دې سلا شوی چې پر ادارو به نیوکې نه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ په غونډو کې نېغ په نېغه د پاکستان پر پوځ نیوکې کېږي او پر هغوی تور پورې کېږي چې ګواکې د ترهګرۍ تر شا دوی دي.

خو د پاکستان پوځ دا خبره په وار وار رد کړې ده او پر پښتون ژغورنې غورځنګ یې په غبرګون کې تور پورې کړی چې د دوي په وینا، د پاکستان ضد کړیو پر تګلاره روان دي.

له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په خبرو اترو کې شریک د حکومتي جرګې غړي اجمل خان وزیر له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې پخلی وکړ چې پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو ملګرو د خوشي کېدو د ژمنې په بدل کې د رزمک جسله پرشا کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پر نیول شوو غړو د درج کړل شوو مقدمو نوعیت ته په کتو دا پوښتنه راپورته کېږي چې ایا حکومت به رښتیا هم خوشي کړي که نه؟

اجمل خان وزیر وویل ، د دوي له حکومت سره خبرې شوې دي او هیله من دي چې دا کسان به خوشي کړل شي.

اجمل خان وزیر وویل، “څوک په اسلام اباد کې دي ، څوک په واڼه کې دي او څوک په کوم ځای کې نیول شوي دي ، مختلفې مقدمې دي او مختلف حالات دي. په دې کې موږ ګامونه اخیستي دي او له حکومت سره مو خبرې شوې دي. که د خدای خوښه وه موږ پر مثبت لوري روان یو.”

د غورځنګ مشران وايي ، د پاکستان ریاستي ادارو د دوي لږ تر لږه پنځوس کسان نیولي دي او په زندانونو کې تشدد ورباندې کوي.

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو د اسلام اباد پولیسو مشال راډیو ته د دې پخلی کړی وو چې هلته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۳۷ کسان نیولي او د ریاست ضد فعالیت کولو مقدمې یې پرې درج کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي ، هیڅ غیرقانوني کار یې نه دی کړی او د پاکستان د اوسېدونکو په حېث د خپلو غوښتنو لپاره پرامن احتجاج کول د دوي حق دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غوښتنو په اړه د غورځنګ د استازو او حکومتي جرګې ترمنځ د خبرو اترو لړۍ روانه ده.

اجمل خان وزیر او محسن داوړ دواړو وویل چې د دوي ترمنځ به بله ناسته له اختره وروسته د جون میاشتې پر ۲۲مه په پېښور کې ترسره شي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په پاکستان کې د ماوراي عدالت قتلونو ، ورک کړل شویو خلکو عدالت ته د وړاندی کولو او د پشتنو په سیمه کې د خلکو د ځان او مال د حفاظت یقیني کولو غوښتنه کوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال په فروري کې په اسلام باد کې له لس ورځني پرلت څخه په احتجاج پیل وکړ او تر اوسه یې په کوټه ، پېښور ، لاهور ، سوات او کراچۍ کې پراخې احتجاجي غوڼډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG