د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبریالانو د پاکستاني پوځ تورونه رد کړل


د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر مېجر جنرال اصف غفور
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې مشر مېجر جنرال اصف غفور

ځینو هغوپاکستانیو خبریالانو له حکومته د پلټڼو غوښتنه کړې چې پوځي پوځي مشرتابه پرې د ملک خلاف فعالیتونو کولو تور پورې کړی دی.

دوی وايي، د ملک پرضد په هېڅ فعالیت کې نه دي ښکېل او پر دوی لګېدلي تورونه یې بې بنیاده وبلل.

په دې مشهورو خبریالانو کې دي نیوز ورځپاڼې عمر چیمه او د وقت ټي وي خبریال مطیع الله جان هم شامل دي.

له عمر چیمه څخه مو وپوښتل چې د دوی په اند پوځ یې پر کومو فعالیتونو اعتراض لري نو هغه وویل چې پوځي چارواکیو تر اوسه ورسره مخامخ خبرې نه دي کړې خو دوی داسې انګېري چې پوځ ته پر هر هغه څه اعتراض وي چې د دوی نه وي خوښ.

عمر چیمه وویل، “تر اوسه چې کوم اعتراضونه راځي هغه دا دي چې په سیاست کې د پوځ پر کردار دې خبرې نه کېږي. یا د پښتون تحفظ موومنټ غونډې که څوک وايي چې زیاتی ورسره کېږي او که پر ټیوټر د هغوی لیکنې څوک پر خپله پاڼه خپرې کړي پر دې اعتراض وي.”

نوموړي پوځ ته په اشاره وویل چې هغوی چې هر څه سم ګڼي او که پر هغه نیوکه وشي نو دوي ته اعتراض وي.

عمر چیمه زیاته کړه چېپه ۲۰۰۴م کال کې په موټر وهل شوی وو ، په ۲۰۱۰م کال کې تښتول شوی وو او اوس هم دهړکې ورکول کېږي خو دی به بیا هم مسلکي خبربالي کوي او په پاکستان کې به اوسېږي.

مطیع الله جان وویل ، دی فکر کوي چې د پوځ د ویاند له خوا پر خبریالانو داسې تور لګېده ډېره غیر زمه واره خبره ده او وفاقي حکومت باید په دې اړه پلټنې وکړي.

مطیع الله جانوویل، “زما په خیال هم دا زموږ جرم دی چې پر ټولنیزو رسنیو مو تل د جمهوریت ملاتړ کړی دی او د جمهوري نظام ملاتړ مو کړی دی.”

ده وویل، بله ګناه یې ښايي دا وي چې تل یې د پوځي امرانو مخالفت کړی دی او پر هغوی یې نیوکې کړې دي.

مطیع الله جان د لګول شوو ترونو په اړه وویل “ پلمه یې دا جوړه کړې ده چې دوي په ریاست مخالفو فعالیتونو کې لاس لري.”

د مطیع الله جان په وینا، یو څوک د ریاست خلاف ګرځول د پوځ د یو سرکاري ملازم کار نه دی بلکې داسې پرېکړې به وفاقي حکومت او عدالتونه کوي.

په نړۍ کې د خبریالانو د ساتنې سازمان هم د پاکستاني پوځ له خوا د ملک پر ځینو مشهور خبریالانو د لګېدلیو تورونو غندنه کړې ده.

د اسیا لپاره د یادې ادارې مسوول سټیون بټلر ویلي چې خبربالان په ریاست ضد فعالیتونو تورنول او تصویرونه یې خپرول د هغوي ژوند له لوی خطر سره مخامخ کول دي.

سټیون بټلر ویلي، د پوځ ویاند باید پر دې خبره بخښنه وغواړي او د دې وضاحت وکړي چې که د رسنیو کسانو ته داسې ګواښونه کېږي ، بریدونه پرې کېږي او وژل کېږي نو به امنیتي ادارې دوي په ملک کې د خبریالانو له ژوند خوندي کولو سره څه رنګه مرسته کوي؟

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو د څانګې – آی ایس پي آر – مشر مېجر جنرال اصف غفور د جون پر څلورمه نېټه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال د خبریالانو په ګډون پر یو شمېر نور کسانو تور پورې کړ چې د ریاست ضد موادو په خپرولو کې مرسته کوي.

مېجر جنرال اصف غفور یو داسې چارټ هم وښودی چې د یو شمېر خبریالانو تصویرونه هم پکې ښودل شوي وو.

XS
SM
MD
LG