د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر علي وزیر د برید پرضد ګڼو ښارونو کې مظاهرې


د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ مشر علي وزیر

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو بېګا شپه او وړمه شپه په اسلام اباد، پېښور، کوټه، ژوب، پشين، لورالايي، ډېره اسماعيل خان، سوات، کلا سیف الله، ټانک، او مردان کې احتجاجي مظاهرې کړي دي، مظاهرچیانو په واڼه کې په اتوار ورځ د علي وزير پر کور او نورو ولسي کسانو برید د حکومت پلوه سرکاري طالبانو برید وباله او په سختو ټکیویې وغانده. ویناوالو د علي وزیر پر کور برید پر ټول پښتانه برید وباله.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي هم د واڼه پېښې پرضد پر خپل ګوند غږ کړی هر چرته وي د دغه بريد پرضد احتجاجونه او پرېس کانفرنسونه وکړي، هغه ويلي واکمن دې له پي ټي اېم سره خپل ناوړه چلن پرېږدي.

د پاکستان پوځ دریځ

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ډایرېکټر جنرل اصف غفور د جون پر څلورمه یوې خبري غونډې ته په خپلو خبرو کې ادعا وکړه چې علي وزیر له څو ورځو په واڼه کې وو او هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو د پوځ خلاف نعرې وهلې چې د امن کمېټۍ کسانو منع کاوه او په دې خبره د دوی ترمنځ ډزې شوې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ دریځ

د پښتون تحفظ تحریک مشر منظور پښتین په ټېلېفون راته وویل، دوی به د پښتنو د ټولو حقونو ترلاسه کولو پورې خپلې سوله ییزې مبارزې ته دوام ورکوي.

د پښتین په وینا، حکومت پلوه وسله والو د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مشر علي وزیر ته ګواښونه هم کړي ول او عام ولس ځوروي.

دا تحریک د ماورای عدالت وژنو د پلټنو لپاره د عدالتي کمېشن د جوړولو، د ورکو کسانو عدالت ته وړاندې کولو، پر امنیتي پوستو د پښتنو د نه ځورولو او په قبایلي سیمو کې د ځمکلاندې بمونو د پاکولو غوښتنې کوي.

د پاکستان پوځ وايي، د غورځنګ ځېنې غوښتنې جایزې دي او ځېنې یې پوره کړې هم دي.

په شمالي وزیرستان کې خلک په هدفي بریدونو کې وژل کېږي. په جنوبي وزیرستان کې د علي وزیر پر کور برید ولس ډېره خپه کړی دی.

د پي ټي اېم غړیو بېګا ادعا کړې او په ټولنيزو رسنیو يې داسې ويډيوز خپرې کړې چې په اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته نزدې ۵۰ احتجاجیان پوليسو نيولي دي.

پي ټي اېم پر خپله فېسبوک پاڼه پينځه ساعته ليکلي، "د پېښور پرلت به تر هغوی جاري وي چې تر څو مو د اسلام اباد ملګري پولیس راخوشې کړي نه وي، د نورو ښارونو په ملګرو هم غږ کوو چې پرلت ته دوام ورکړي."

په کوټه کې د واڼه پېښې پرضد راوتلیو مظاهره چیانو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر عثمان کاکړ په واڼه کې د علي وزیر پر کور برید پر ټول پښتانه برید وباله.

عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ، عوامي نېشنل پارټۍ او پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړیو د واڼه پېښې پرضد احتجاجي لاریون وکړ. ویناوالو ویل هغه وخت تېر شو چې پر ولس به ظلم کېدلو او چا په له وېرې ږغ نه شو کولی. او که ریاست په وزیرستانونو کې ظلم و نه دراوه نو پرمخ به یې لارې ټولې وتړي.

'اوس ولس نه ډارېږي'
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:09 0:00

د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې بېګا شپه په حقنواز پارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ او قبایلي ولس په خپله احتجاجي ناسته کې په واڼه کې د اتوار په ورځ د علي وزير پر کور او نورو ولسي کسانو برید په سختو ټکیووغانده. دوی ویل چې د پاکستان پوځ تر سیوري لاندې د ګوډ طالبانو له خوا د جنوبي وزيرستان په واڼه کې پر عام ولس ډزې هېڅ د زغملو نه دي او ویل یې چې دوی په خپل وطن کې پښتنو ته امن او تحفظ غواړي.

مظاهره چیان له حقنواز پارک تر توپانوالا چوکه لاریون وکړ او هلته یې په احتجاجي ناسته کې د ریاستي ادارو پر خلاف سختې نارې ووهلې.

په واڼه کې حالات ترینګلي، ګرځبندیز دوام لري

په دغه احتجاجي غونډه کې مله د شمالي وزیرستان ډاکټر ګل عالم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې له دوی سره سخت ظلمونه روان دي. په شمالي وزیرستان کې خلک په هدفي بریدونو کې وژل کېږي. په جنوبي وزیرستان کې د علي وزیر پر کور برید ولس ډېره خپه کړی دی. دی ډېره د افسوس خبره ده. او پر دولت یې ږغ وکړ چې نور دې د دوی ولس ته امن ورکړي او دا وژنې دې ودروي.

د ډېره اسماعیل خان د بېګانۍ غونډې مشرانو دا غوره هم وکړه که د واڼه پېښې ذمه وار ګرفتار او سزاوار نه شول نو د کوچني اختر پس به بیا په احتجاجونو راوځي.

یوه بل مخور قبایلي شخصیت بادشاهي خان مسید له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دا نن (د سېشنېې ماښام) غونډه د یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ ناسته نه وه بلکې په دې کې قبایل راټول ول دوی ټولو د علي وزیر پر کور برید وغندلو. علي وزیر خو د ریاست خلاف توپک نه دی رااخیستې هغوی خو د پښتنو د حق خبره کوي. نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی ریښتونې غوښتنې دې ومني. علي وزیر او منظور پښتین چې څه مطالبې لري پښتون ولس یې ترڅنګ ولاړ دی.

یو بل مشر کس غازي وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې د طالبانو مصباح ډلې د ده زوی ادریس یې لاء کالج کې ور وژلی [شهید] کړی دی: (له موږ سره ډېر سخت ظلم وشو، سخته ناراو وشوه، بیا اوس پاس په واڼه کې علي وزیر ته شل، دېرش طالبان ورغلل، سره له توپکو، هغوی ډزې وکړې. افسوس افسوس زموږ [پاک پوځ] هغوی ته هېڅ و نه ویل، دهشتګرد خو هغه وي چې توپک یې استعمال کړل. د واڼه طالب دی، یا د مسید طالب دی، دا طالب نوم چې چا ورکړی دی، دا یې غلط ورکړی دی. طالب خو مدرسه کې سبقونه وايي. دا خو بالکل له لیارې رد دي.)

د ډېره اسماعیل خان د بېګانۍ غونډې مشرانو دا غوره هم وکړه که د واڼه پېښې ذمه وار ګرفتار او سزاوار نه شول نو د کوچني اختر پس به بیا په احتجاجونو راوځي.

د سوات په مینګوره کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو او ملاتړیو بېګا شپه ناوخته په یوه احتجاجي لاریون کې په واڼه کې د علي وزير پر کور او نورو ولسي کسانو برید په سختو ټکیووغانده.

پر دې مهال راټول شویو مظاهره چيانو د تره ګرۍ پرضد نعرې او د هرډول ترهګرۍ او بدامنۍ خوروونکیو پرضد يې د کاروايي غوښتنې کولې.

'پښتانه په خپل وطن کې تحفظ غواړي'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته ملک رياض احمد او غفران خان ویناګانې وکړې.

ورسته مظاهره چيانو له نشاط چوکه تر سهران خان چوکه لاريون وکړ. هغوی په لاسونو کې لیکنې اخیستې وې او د امنیت غوښتنې یې کولې.

اړوند موضوعات:

پښتون ژغورنې غورځنګ حکومت سره خبرو لپاره د جرګې غړي اعلان کړل

پښتون ژغورنې غورځنګ: د منظور تر وینا به جلسه روانه وي

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي څوک دي؟

XS
SM
MD
LG