د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي څوک دي؟


پراګ - پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ پر لومړۍ په اسلام اباد کې له ۱۰ ورځنۍ احتجاجي ناستې خپلې هلې ځلې شروع کړې چې تر دې دمه روانې دي.

د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره دې تحریک په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب کې غونډې کړې دي او په کراچۍ کې یې د خپلې جلسې لپاره د مې ۱۳مه نېټه ټاکلې.

د تحریک مشر منظور پښتین وايي، په انتخاباتو کې د برخې اخیستو هېڅ اراده نه لري او نه یې هم هلې ځلې سیاسي میدان ته د ورداخلېدو یا د یوه نوي ګوند جوړولو په موخه دي.

نو دا تحریک په پاکستان کې څه ډول کار کولای شي او ایا غوښتنې به یې پوره شي او که څنګه؟ لیکوال او د حقونو مبارز محمد علي تالپور چې د اوږدې مبارزې سابقه لري او ان جلاوطنه شوی هم وو، د پښتون تحفظ غورځنګ هلو ځلو ته د یوې نوې بیدارۍ نوم ورکوي:

((زما په خیال دې ته د پښتنو د پاڅون یا د پښتنو د بیدارۍ نوم ورکولای شو. زه دې [تحریک] ته ډېر درناوی لرم او ورڅخه هیلې لرم چې دا به ډېر کار وکړي. دا زموږ په دې ټوله سیمه کې یو مثبت خوځښت دی.))

منظور پښتین وايي تحریک یې د انتخاباتي سیاست په موخه نه دی پیل کړی
منظور پښتین وايي تحریک یې د انتخاباتي سیاست په موخه نه دی پیل کړی

په پاکستان کې پر پښتون تحفظ غورځنګ یو شمېر تورونه پورې شوې دي. دا هم ویل شوي چې بهرنۍ استخباراتي کړۍ یې تر شا دي. په پاکستانیو رسنیو کې د غورځنګ د هلو ځلو لپاره د پیسو د پیدا کولو په اړه هم پوښتنې شوې دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان له بېلا بېلو سیمو څخه جلسو ته ورځي او وايي چې د لارې کرایې، د هوټل یا استوګنې او ډوډۍ پیسې هم له خپله جېبه ورکوي.

دا کارونه یو ډول امتحان وي چې ورڅخه معلومېږي چې تاسې ریښتیني یاست که درواغجن.
محمد علي تالپور

محمد علي تالپور پر غورځنګ لګېدلي تورونه نه مني او وايي، په پاکستان کې یوشمېر تحریکونه همداسې په چندو او د پلویانو او غړیو د جېب په پیسو چلېدلي دي.

دی د ورکو بلوڅانو د حقونو مبارز ماما قدیر مثال ورکوي چې په ۲۰۱۴ز کال کې یې له کوټې څخه تر کراچۍ بیا لاهور او تر اسلام اباده لاریون کړی وو چې پکې ورسره په شمار یو څو نور فعالان ملګري ول.

تالپور وايي، ماما قدیر او ملګرو یې هم له ۲،۰۰۰ کېلومیټره څخه اوږد لاریون په خپلو پیسو کړی وو:

((کله چې ماما قدیر [په ټول پاکستان] کې لاریون کاوه نو له هېچا یې پیسې وانخیستې، حالانکې په لار کې ډېرو خلکو ورته وویل چې پیسې واخلي، خو دی او ملګرو به یې چې څه لرل، هغه یې وېشل او روان ول. نو دا شیان او دا کارونه یو ډول امتحان وي چې ورڅخه معلومېږي چې تاسې ریښتیني یاست که درواغجن.))

محمد علي تالپور وايي، پیسې اخیستل، یا په چا تکیه کېدل د تحریک ازادي زیانمنوي او د اظهار ژبه بندوي:

((همدا ښه طریقه ده چې [د پښتون تحفظ غورځنګ ملاتړي] هر څه خپله کوي. تر دې مخکې د [قامي زده کوونکو سازمان اېن اېس اېف] به چنده کوله یا ملګرو به له جېبه پیسې واخیستې او هلې ځلې به یې کولې. د ایوب خان خلاف د تحریک ملاتړو به پیسې جمع کولې او خپلو ملګرو ته به یې زندان ته استولې.))

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو هم په بیا بیا د بهرنیو مرستو تورونه رد کړي او محسن داوړ خو ان له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د دې تورونو د پلټنو لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG