د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ: د منظور تر وینا به جلسه روانه وي


پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې وړاندې په لاهور کې هم لویه جلسه کړې وه.
پښتون ژغورنې غورځنګ تر دې وړاندې په لاهور کې هم لویه جلسه کړې وه.

پراګ ـ په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې پر مازیګر په کراچۍ ښار کې د جلسې اعلان کړی، د منظور پښتین یو ملګري بلال محسود مشال راډیو ته ویلي، دوی اوس سکهر ته نږدې شوي خو ځای په ځای ورته خنډونه اچول کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

((له لاهوره تر دې ځایه په ۱۸ ساعتونو کې ورسېدو. پر لاره راته ډېرې زیاتې ستونزې وې. که دوی مو مخه ونه نیسي په پنځو ساعتونو کې کراچۍ ته رسېږو خو دوی راته لارې بندوي. شناختي کارتونه رانه غواړي.))

بلال محسود وايي، پر لاره تر دوو ساعتونو پورې دوی د امنیتي ادارو لخوا نیول شوي هم وو.

تر دې وړاندې منظور پښتین هم د یکشنبې پر ورځ پر فېسبوک په یوه ویډیو کې وویل چې له لاهوره تر رحیم یار خانه سفر یې په ۱۸ ساعتونو کې وکړ ځکه چې ځای پر ځای پولیسو او امنیتي سرتېرو درولی او ځنډولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو یو مخکښ خان زمان کاکړ بیا د یکشنبې پر ورځ وویل چې په کراچۍ کې د جلسې تیاریانې روانې دي او د منظور پښتین تر وینا پورې به دوی خپلې غونډې ته دوام ورکوي.

پښتون تحفظ موومېنټ د اپریل په ۲۹ مه، په سوات کې د خپلې وروستۍ جلسې پر مهال اعلان کړی وو چې بله جلسه به یې د مې په ۱۳ مه په کراچۍ کې وي. دوی مشال راډیو ته ویلي، په کراچۍ کې د جلسې او په دغه جلسه کې د منظور پښتین د ګډون د مخنیوي هڅې کېږي.

خان زمان کاکړ مشال راډیو ته وویل هېڅ ډول خنډونه د دوی د جلسې مخه نه شي نیولی.

((جلسه به کېږي په خپل وخت باندې او منظور به رارسېږي. پرون زه او دی ( منظور پښتین) دواړه هلته( په اسلام اباد کې) په هوايي ډګر کې وو، هلته بغیر له څه وجې وویل شول چې د ده ټکټ نه کېږي.بیا چې په لاره راروان شو، په ټوله لاره ورته خنډونه اچول کېدل او هڅه کېده چې منظور وځنډېږي او جلسې ته ونه رسېږي.))

خان زمان کاکړ زیاته کړه چې د پښتون تحفظ مومنټ ډېری ملګري د امنیتي ادارو لخوا نیول شوي هم دي. ده زیاته کړه چې د دوی د غورځنګ پلویان او ملګري ډېر زیات دي او دوی دم ګړۍ ته نشي ویلي چې د نیولو شویو کسانو شمېر به څومره وي؟

خان زمان کاکړ زیاته کړه:

((تر څو چې جلسې ته د منظور پښتین د رسېدلو خبره ده، نو زه دومره ویلی شم چې جلسه به کېږي او دا به ترهغو پورې روانه وي چې منظور ورته رارسېږي او وینا کوي. پروا نه کوي که هرڅومره ناوخته کېږي، خو منظور به خامخا ورته ځان رسوي او وینا به کوي.))

تر دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د خالي پر ورځ مشال راډیو ته ویلي وو چې د کراچۍ جلسې لپاره یې له انتظامیې اجازت نامه تر لاسه کړې خو بیا هم د دغې جلسې د ناکامه کولو لپاره ریاستي هڅې روانې دي او په دې ښار کې یې یو شمیر ملګري نیول شوي دي.

د یاد غورځنګ یوې مشرې ثنا اعجاز د خالي په ماښام مشال رېډیو ته وویل، د پېښور، سوات او لاهور په څیر انتظامیې د کراچۍ د جلسې په وړاندې هم خنډونه اچولي دي.

((زموږ تقریباً ۱۷ تنه مهم مشران نیول شوي. د کراچۍ د ځايي انتظامیې، استخباراتي او امنیتي چارواکو سره هم تر دوو ساعتونو غږېدلي ی او هغوی راته ویلي چې دغه مشران به خوشي کړل شي. امینتي چارواکو مونږ ته دا هم وویل چې په دې جلسه کې د بدامنۍ خطره ده.))

ثنا اعجاز زیاته کړه چې په دغه غونډه کې ورته په ځینو شرایطو په سهراب ګوټ کې د اتوار په مازیګر په څلورو بجو د جلسې اجازت ورکړل شو. په دې اړه مو د کراچۍ د انتظامي او امنیتي چارواکو سره د خبرو کولو کوشش وکړ خو بریالي نه شو.

پښتون ژغورنې غورځنګ د یو شمېر نورو مطالبو ترڅنګ له انتظامیې دا غوښتنه هم کوي چې د پښتنو ترۍ تم کړل شوي کسان دې عدالت ته وړاندې کړل شي.

بلخوا د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) د جمعې پر ورځ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د جمعې پر ورځ د پوځ د اعلی چارواکو سره د یوې غونډې پر مهال ویلي، دوی د پښتون ژغورنې غورځنګ له مشرانو سره خبرو کولو او پر غوښتنو یې غور کولو ته تیار دي خو د یاد غورځنګ شعارونه ورته د منلو وړ نه دي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG