د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته د افغان پلاوي سفر او اړيکو ښه کېدو هيلې


د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري د نومبر په دېرشمه مشال راډيو ته وويل چې له کابله يو لوړپوړی پلاوی نن په پاکستان کې چارواکو سره د ترهګرۍ سره په مبارزې او پر افغان خاورې د پاکستاني پوځ د راکټونو ويشتلو په هکله خبرې کوي. دا ملاقاتونه د دسمبر له لومړۍ نېټې پېلېږي.

وزيري وويل: "دا پلاوی به د پاکستان له چارواکو سره د سرحدي سرغړونو په اړه چې د کرښې په اوږدو کې کېږي او دغه شان د هغه راکټي حملو په اړه چې د پاکستان له خوا د کرښې دې غاړې ته کېږي خبرې وکړي او د یو شمېر نورو ستونزو په اړه به هم چې د کرښې په اوږدو کې پېښیږي خبرې وشي."

د دواړو خوا د پوځ کردار ډېر مضبوط دی. په ځانګړې توګه پاکستان کې. که پوځ يوه خبره وکړي نو د عملي کېدو امکان يې ډېر شي.
رحيم الله يوسفزی

په دې وروستيوو کې د کونړ ولايت چارواکو ويلي چې د پاکستان پوځ د افغانستان خواته د ګڼو راکټونو توغولو له وجې ځيني افغانان له ډيورنډ کرښې سره له نيزدي سيمو څخه خپلو کورونو پرېښودو ته مجبوره شوې دي. خو د پاکستان پوځ وايي له دې ځايونو څخه پرې وسله وال بريدونه کوي. افغان چارواکي په خپله خاوره د پاکستاني طالبانو شتون ردوي.

څېړونکي د دواړو ملکونو پوځي چارواکو ترمنځ دا خبرې اترې مهمې بولي. دوی وايي دې سره به پر هغو تورونو بحث وشي چې پاکستاني او افغان چارواکي يې پر يو بل لګوي.

پر حالاتو ژور نظر ساتونکی خبريال، طاهر خان وايي: ((له دې ملاقاته موږ دا امېد نه لرو چې ټولې مسلې به حل شي خو کله چې دواړه خواوې سره کښېني او په خلاص زړه خبرې وکړي نو د اړيکو ښه کولو کې د پرمختګ امکان وي. مذاکرات، ناستې او د يو بل سره مکالمه د افغانستان او پاکستان د مسلو حل لپاره ضروري دي.))

جنرل باجوه په اکتوبر کې کابل ته تللی وو
جنرل باجوه په اکتوبر کې کابل ته تللی وو

افغانستان پر پاکستان تور پورې کوي چې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي خو اسلام اباد دا نه مني. د سيمه ييزو چارو پوه، رحيم الله يوسفزی وايي اسلام اباد ته د لوړپوړو افغان چاواکو سفر ځکه ضروري دي چې دې سره کېدای شي د طالبانو سره ولاړو خبرو پېلولو کې مرسته وشي. نوموړي زياته کړه: ((که د دوی تر منځ پر امنيتي مسايلو سلا وشي نو کېدای شي د سولې پر مذاکراتو، تجارت زياتولو او نورو موضوعاتو هم بحث ته لار برابره شي.))

په تېر اکتوبر مياشت کې د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د افغانستان دوره کړې وه او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره يې ملاقات کړی وو. خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په ښه کولو کې مرسته نه وه کړې.

XS
SM
MD
LG