د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان نیکلسن: د طالبانو مشران اوس هم په پاکستان کې دي


په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو امریکايي کومندان جنرال جان نیکولسن وايي، دوی باور لري چې د افغان طالبانو لوړ پوړي مشران اوس هم په پاکستان کې مېشت دي.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې جنرال جان نیکلسن دا څرګندونې د سېشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته په وینا کې کړې دي.

جنرال جان نیکولسن ویلي، دی له نورو امریکايي چارواکو سره په دې اړه همغږی دی چې د پاکستان جاسوسي اداره – ای اېس ای – له حقاني شبکې سره اړیکې لري چې په ۲۰۱۲م کال امریکا یوه ترهګره ډله ګرځولې وه.

جنرال جان نیکولسن وايي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر سختدریځ خپلولو سربېره یې لا هم د وسله والو د ملاتړ په برخه کې د پاکستان په چلند کې تر اوسه هېڅ بدلون نه دی لیدلی.

پاکستانیو چارواکو که څه هم د جنرال جان نیکولسن د دې تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې داسې ادعاوې رد کړي دي او وايي چې دوی د ترهګرۍ پرضد جګړه کې له امریکا سره همکاري کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG