د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیري: سرحدي ځواکونو ته امر شوی چې د پاکستان له لوري حملې ځواب کړي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د ډیورند د کرښې اخوا پر هغو سیمو انداختونه کړي چې ورڅخه پر دې غاړې بریدونه کېږي.

د دغه وزارت ویاند جنرال دولت وزیري نن ازادي راډیو ته که څه هم په دې اړه زیات جزئیات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې سرحدي ځواکونو ته امر شوی چې د پاکستان له لوري بریدونه بېرته ځواب کړي.

جنرال وزیري دغه‌راز وویل، پاکستان ته په کار ده چې دغه بریدونه ودروئ ترڅو وضعیت لا پسې خراب نه‌شي.

د پاکستان له لوري د افغانستان پر سرحدي ولایتونو ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو د دغو بریدونو په نتیجه کې لسګونه کورنۍ دې ته اړ شوي چې له خپلو سیمو کډه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG