د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو قطر دفتر څنګه کار کوي؟


د طالبانو د قطر دفتر د سولې بهير لپاره جوړ شوی وو خو څيړونکي او افغان چارواکي وايي طالبانو تر ډېره پورې دا ځای د ملګرو هېوادونو پېدا کولو لپاره کارولی دی. د دې دفتر پيسې قطر ورکوي.

برطانوۍ ورځپاڼې، ګارډيين په يو رپورټ کې ويلي چې د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خپل افغان سيال محمد اشرف غني غوښتي چې د طالبانو قطر دفتر وتړي او غني هم ورسره منلې ده.

د افغانستان سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او د ولسمشر غني سلاکار، اکرم خپلواک تېره ورځ مشال راډيو ته وويل د سولې لپاره يې ټولو لارو ته پام دی.

که طالبان دفتر ته ضرورت لري، په هر ځای کې يې پرانيستلو ته تيار يو خو دا بايد يوازې او يوازې د هغو خبرو لپاره وکارېږي چې افغانستان ته سوله او ثبات راوړي
خپلواک

خپلواک وايي: ((موږ وایو چې له نمایندګې یا دفتر څخه باید یوازې د خبرو لپاره کار واخیستل شي ترڅو چې موږ په افغانستان کې ثبات او د سولې د خبرو شروع کېدلو اساسي هدف په لړ کې پرمختګ وکړو. په دې اړه موږ د دوی د هر هغه دفتر چې د همدې مقصد لپاره وي، هرکلی کوو.))

په قطر کې د طالبانو دفتر په ۲۰۱۱ کې هغه مهال جوړ شو چې په افغانستان کې حامد کرزی ولسمشر وو. هغه وخت يې هدف د سولې مذاکراتو اسانول ښودل شوي وو. طالبانو غوښتل په ۲۰۱۳ کال کې دا دفتر رسمي کړي او خپل بېرغ يا جنډه پرې ولګوي خو د ولسمشر کرزي حکومت پرې اعتراض وکړ او وي ويل که داسې وشي نو اندېښنه ده چې دا به د طالبانو جلاوطنه حکومت په توګه وپېژندل شي.

په دوحه کې د قطر دفتر يو طالب چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط نن مشال ريډيو ته وويل د دې دفتر بندېدو سره به ممکنه مذاکراتو لپاره وړه پرانيستې کړکۍ بنده شي. پر دې دفتر نيوکې کيږي چې د افغان حکومت سره د سياسي روغې جوړې لپار کم او د بېلابېلو هېوادونو سره د طالبانو اړيکو زياتولو لپاره ډېر کاريږي.

مخکيني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو قطر دفتر له رسمي کولو انکار کړی وو او اوسنی ولسمشر، اشرف غني يې هم د سرچينو په خبره په حق کې نه دی
مخکيني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو قطر دفتر له رسمي کولو انکار کړی وو او اوسنی ولسمشر، اشرف غني يې هم د سرچينو په خبره په حق کې نه دی

د طالبانو له خولې مشال راډيو ته رسېدلو معلوماتو تر مخه دغه دفتر کې د افريقې، جنوبي اسيا، غرب او ملګرو ملتونو سره خبرو لپاره بېلې بېلې څانګې جوړې شوې چې ځانله ځانله مشران لري.

په کابل کې د شخړو د حل او سولې مطالعاتو د مرکز مشر، حليم الله کوثري وايي د مذاکراتو واک د قطر دفتر سره نه بلکې د طالبانو کوټې شورا سره دی نو ځکه يې ضرورت نشته. هغه زياتوي: ((د قطر دفتر د سولې بهير کې خبرو په اړه هيڅ رول نه لري. که د سولې په خبرو کې پرمختګ نه کيږي نو د دې دفتر په شتون به خامخا پوښتنې راپورته کيږي. که طالبان د دې دفتر بندېدو مخنیوی کول غواړي نو د سولې مذاکراتو لپاره دې يې وکاروي.))

څيړونکي وايي د ملاعمر تر مرګ وروسته، په قطر کې د طالبانو دفتر ډېر واک نه لري بلکې د پرېکړو کولو ټول اختيار د ملا هيبت الله په مشرۍ د کوټې شورا سره دی

د طالبانو قطر دفتر رسمي حيثیت نه لري. د دې دفتر يو چارواکي مشال رېډيو ته وويل چې دغه هېواد کې د طالبانو ټول شپږ دېرش غړي اوسيږي خو شپاړس یې د دې دفتر کارکوونکي دي. مولوي عباس ستانکزی یې مشر دی. د طالبانو پر چارو نظر لرونکی خبريال، سميع يوسفزی وايي طالبان دا دفتر خپلو جنګياليوو ته د دوی د موازي حکومت په توګه ښيي چې افغان چارواکي يې غصه کړې دي.

((که دا دفتر بند شي نو سياسي پخلاينې پروګرام به له منځه لاړ شي. که وتړل شي نو دا به طالبانو لپاره ښه نه وي ځکه چې له دې ځايه دوی د چين، مرکزي اسيا هېوادونو، روس او ملګرو ملتونو سره اړيکې ساتي.))

XS
SM
MD
LG