د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېلاشيانو ته دې د سرشمېرنې فارم کې ځانګړې خانه جوړه شي


پېښور های عدالت حکم کړی چې د دويمې مرحلې په سرشمېرنه کې دې په فارم کې د کېلاشيانو لپاره جلا خانه جوړه کړل شي.

پېښورهای کورټ د سېشنبې په ورځ سرشمېرني په فارم کې د چترالي کېلاشيانو لپاره د جلا خانې جوړولو امر کړی دی.

په فارم کې د کېلاشیانو لپاره جلا خانې د نه شتون پر ضد هايي کورټ کې درخواست جمع شوی وو.

عدالت حکم کړی چې د دويمې مرحلې په سرشمېرنه کې دې په فارم کې د کېلاشيانو لپاره جلا خانه جوړه کړل شي.

درخواست ورکونکې رحمت وزير د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل، په فارم کې د ټولو مذهبي لږکيو لپاره جلا خانې شته خو د کېلاش مذهب منونکيو لپاره نشته.

دده په وينا، د چترال په بمبورت، ربور او ايون کې شاوخوا څلور زره کېلاشيان ژوند کوي خو کله چې د سرشمېرنې چارواکي ورغلل نو يې و ليدل چې په فارم کې د دوی د مذهب لپاره جلا خانه نه وه.

د شمارياتو ادارې لوړ پوړی چارواکي حبيب الله خټک د چارشنبې په ورځ مشال ريډيو ته ووېل چې دغه فيصله به اوس لوړپوړې چارواکي کوي.

په فارم کې د ټولو مذهبي لږکيو لپاره جلا خانې شته خو د کېلاش مذهب منونکيو لپاره نشته. رحمت وزير

په پاکستان کې د مارچ له پنځلسمې نېټې سرشمېرنه پیل شوې چې لومړۍ مرحله به د اپريل پر پنځلسمه پای ته رسېږي.

تردې وړاندې سکهانو هم ورته غوښتنه کړې وه چې په اړه پېښور هايي کورټ هم حکم کړی وو چې په فارم کې دې د سکهانو لپاره هم بېله خانه شامله کړل شي.

د سرشمېرنې دويمه مرحله به د اپريل له ۲۵ مې نېټې پېلېږي چې په کې چترال هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG