د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سرشمېرنه کې به کډوال په خپلو سیمو کې حسابېږي


له سویېلي وزیرستانه پارلېماني غړی مولانا جمال الدین وایي حکومت ورسره ژمنه کړې چې راجسټرډ بې کوره شوي قبایل که هر چېرته وي په سرشمېرنه کې به په خپلو سیمو کې حسابېږي.

تر دې وړاندې د اورکزیو ایجنسۍ او ځین, نورو قبایلو په سرشمېرنه باندې اندېښنې ښودلې وې او غوښتنهيې وهچې لوی شمېر قبایل له خپلو سیمو بهر دي باید چې په سرشمېرنه کې وشمېرل شي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې مولانا جمال الدین وایي د فاټا پارلېمان غړیو ته په روانه سرشمېرنه باندې اندېښنې وې او ویره څرګندېده چې بې کوره شوي قبایل به له سرشمېرنې پاتې شي، ځکه خو پر دغه مسله د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړي د قبایلي سیمې له پارلېماني غړیو سره یوځای له اسمبلۍ په خواشينۍ ووتل (واک اوټ وکړو).

د نوموړي په وینا نن د جمعې په ورځ یو وارې بیا دوی له حکومت سره کېناستل او د دې مسلې د حل په باب يې خبرې په دې ټکیو پای ته ورسېدلې چې اوس به د قبایلې سیمو بې کوره شوي خلک په سرشمېرنه کې په خپلو سیمو کې حسابېږي.

نوموړي وویل لومړی به حکومت دا ویل چې څوک په کوم ځای کې وي هم هلته به شمېرل کېږي نو قبایل خو اکثره بې کوره شوي دي او په کراچۍ، لاهور، اسلام اباد، پېښور، کوټه او پنډۍ کې پراته دي نو قبایل به په دغه ځایونو کې شمېرل کېدل نو د دې وزیرستان او نورو قبایلي سیمو ته هېڅ فایده نه وه چې په سرشمېرنه کې راشي او چې څومره یې ابادي وي نو ورته به پانګه (فنډ) هم دومره ملاوېږي او د قبایلو خو پنځه فيصده شمېرنه هم نه کېدله نو اوس حکومت دا وویل چې د کورنۍ دې یو سړی هلته موجود وي او هغه دې له ځان سره د ټولې کورنۍ شناختي کارډونه وساتي نو دا شان به په شمېرنه کې راشي.

مشال راډیو چې په اسلام اباد کې د شماریاتو ادارې ویاند حبیب الله خټک نه په دې اړه وپوښتل نو هغه وویل د دې قبایلو سره د دوی خبرې شوي دي او د سېفران چارواکي او ټول پوليټیکل ایجنټان هم ناست ول،نو په دغه ملاقات کې دا پرېکړه وشوه چې کوم کسان راجسټرډ دي هغه که په ټانک کې وي او که په بل کوم ځای کې وي د هفوی د شناختي کارډ نمبر به اخېستل کېږي او هغه به بیا د راجسټرډو کډوالو سره کتل کېږي که چرې راجسټرډ وي نو دوی به بیا له قبایلي سیمې سره شمېرل کېږي نو دا رنګ به دا مسله هواره شي.

تر دې وړاندې متحده قبایلي پارټۍ او فاټا سټوډنټس ارګنایزېشن په قبایلې سیمو کې د روانې سرشمېرنې پرضد په اسلام آباد های کورټ کې درخواست جمع کړی وو چې پکې يي غوښتنه کړې وه د شمالي او جنوبيوزیرستان د کرمې او اورکزۍ ایجنسۍ خلک له خپلو سیمو په کډه دي نو څنګه دا سرشمېرنه په سم ډول کېدلی شي.

XS
SM
MD
LG