د لاسرسي ځای

د مسود قام مشرانو او زده کوونکیو د اتوار په ورځ په ډېره اسماعېل خان کې د روانې سرشمېرنې پرضد مظاهره وکړه. دوی وويل چې د جګړو له لاسه په زرګونو بې کوره مسود کورنۍ خپلو سيمو ته نه دې ستنې شوې نو بايد چارواکي د دوی په ځای کې سرشمېرنه و نه کړي.

د پاکستان حکومت نولس کاله وروسته د مارچ په پنځلسمه، سرشمېرنه پیل کړې او ويلي يې دي چې یوڅوک په کوم ځای کې وي، هم هلته به شمېرل کيږي.

XS
SM
MD
LG