د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې نن ماښام د کور نه لرونکیو خلکو سرشمېرنه کېږي


کراچۍ: د سړکغاړې ته اوسېدونکې یوه کورنۍ
کراچۍ: د سړکغاړې ته اوسېدونکې یوه کورنۍ

حبیب الله خټک وايي نن ماښام به د هغو خلکو سرشمېرنه بیلوي چې کور او چاردیواري نه لري، په لارو کوڅو کې ژوند کوي او يا په خېمو، زیارتونو، دربارونو او تر لویو پولونو لاندې ژوند تېروي.

د پاکستان شمېرنې اداره وایې نن دوشنبه د لمر له پرېوتو سره به د بې کوره کسانو د سرشمېرنې بهیر پیل شي چې د شپې تر دولس بجو پورې روان وي.

د بې کوره کسانو د شمېرنې دا عمل به په لومړي پړاو کې په ۶۳ ضلعو کې کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د شمېرنې ادارې ډایرېکټر حبیب الله خټک وویل چې بې کوره کسانو کې هغه خلک راځي چې کور او چاردیواري نه لري، په لارو کوڅو کې ژوند کوي او يا په خېمو، زیارتونو، دربارونو او تر لویو پولونو لاندې ژوند تېروي.

د ده په وینا چې د ماښام وخت یې د دوی د سرشمېرنې لپاره ځکه ایښی چې دا کسان د ورځې مزدوریانو لپاره وتلي وي.

د پاکستان شمېرنې اداره وایي چې د لومړي پړاو د لومړۍ برخې له مخې به د کورشمېرنې او سرشمېرنې بهیر نن دوشنبه ته ورسي او د دویمې برخې شمېرنې لپاره به د شمېرنې اهلکارانو ته سبا له نور د سرشمېرنې سامان حواله کړل شي چې له ۳۱ م مارچه نیولې تر دیارلسم اپرېله به جاري وي.

د سرشمېرنې عمل په دوو مرحلو مشتمل دی او هره مرحله په دوو دوو بلاکونو جوړه کړل شوې ده.

وړومبې مرحله چې د غونډ ملک په ۶۳ ضلعو کې به تر دیارلسم اپرېله جاري وي، پکې شپاړس د پنجاب صوبې ضلعې، د سیند صوبې اته، څوارلس د خېبر پښتونخوا، پنځلس د بلوچستان او پنځه پنځه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر او ګلګت بلتستان شامل دي.

په خپلو خبرو کې د شمېرنې ادارې مشر زیاته کړه چې د ملک له مختلیفو برخو په سر شمېرنه کې د نه شاملیدو په اړه د خلکو شکایتونه ترلاسه شوي دي.

د ده په وینا چې د دې مقصد لپاره یې یو بې لګښته ټېلفوني شمېره (ټول فري نمبر) لګولې چې خلک پرې خپل شکایت کولی شي او د لومړي پړاو د دویې برخې شمېرنې ترسره کېدو ورسته به خپلې ډلې د دغه کسانو د شمېرنې لپاره استوي.

د شکایت کولو ټېلیفوني شمېره ۰۸۰۰-۵۷۵۷۴۱

پاکستان کې د ۲۰۱۷ ک کال د سرشمېرنې دویم پړاو به له پنځویشتم اپرېله پیلېږي او تر څلرویشتم مې به جاري وي.

په دغه مرحله کې به د اسلام اباد پشمول د ملک د پاتې شویو ضلعو کور او سر شمېرنه کیږي.

XS
SM
MD
LG