د لاسرسي ځای

تازه خبر

شننه: د ټرمپ صدرات به څنګه وي؟


د مشال راډیو خبرونو مرکزي څانګې رپورټ

پراګ - د امریکا ایین له مخې یو داسې نظام جوړ دی، چې ډونالډ ټرمپ ته به خپلو هغو وړاندېزونو عملي کولو لپاره د مقننه او عدلیې د ملاتړ ضرورت وي، چې د کمپاېن پر مهال یې کړي ول.

خو ځيني کارپوهان وايي ټرمپ خپل ډېر پلانونه په صدارتي امر جاري کولو سره عملي کولی شي. په دې کې ۲۵ داسې صدارتي فرمانونه شته چې د جنورۍ په شلمه د صدراتي واک سنبالولو پس د نوموړي لخوا د جاري کېدو امکان شته.

د مثال په توګه ټرمپ ویلي دي چې له روس سره به ښه تعلقات ساتي چې له امله یې دواړه هېوادونه کولی شي اسلامي دولت وسله والې ډلې ته په ګډه ماتې ورکړي. نوموړي په ستمبر کې ویلي ول چې له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره به ډېر ښه تعلق ساتي او د براک اوباما پرتله به ورسره مذاکرات په زیات ښه ډول کولی شي. خو پر ټرمپ تنقید کونکي د هغه د دغه اعتماد په اړه پوښتنه کوي ځکه چې اوباما هم د واک په لومړي دور کې دا کوشش کړی و. دوی دا پوښتنه هم کوي چې ایا ټرمپ به د امریکا او ملګرو هېوادونوپه وړاندې د روس جارحانه رویه زغملی شي که څنګه؟

د ټرمپ ژوند لیک لاندې وګورئ

د ټرمپ ژوندلیک: له کاروباره تر ولسمشریزو ټاکنو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:29 0:00

په مارچ کې نوموړي نېټو یو بې فاېدې تنظیم ګرځولی وو او ویلي یې وو چې اېتلافي هېوادونه باېد خپلې مالي ذمه وارۍ پوره کړي. شنونکي وايي که چیری امریکا د ټرمپ په صدرات کېروس طرفته زیات زور وکړ نو د اروپايي امنیت لپاره خطرناکې نتېجې لرلی شي.

له ایران سره د ۲۰۱۵م کال د ایټمي تړون په اړه د بیا مذاکراتو یا بیا کتنې لپاره به ټرمپ اختیار لري چې خپلې خبرې عملي کړي. دغه تړون پر ایران د بندېزونو نرمولو په بدل کې د دغه هېواد ایټمي فعالیتونه محدودولو په اړه دې.خو کارپوهان دغه کار مشکل بولي او وايي چې په دې لړ کې به ټرمپ ته له ځان سره ځیني ملګري هم شاملولو ته ضرورت ويکوم چې د تړون په وخت موجود ول. د مثال په توګه روس او اروپايي ټولنه.

د ټرمپ انتخاب په اړه نړیوال غبرګونونه

ډونلډ ټرمپ د اسلامي دولت وسله والو خلاف د ایټمي وسلو استعمال خبره هم نه ده رد کړې او ویلي یې دي چې جنوبي کوریا او جاپان دې خپلې ایټمي وسلې جوړې کړي. شنونکي وایي له دې سره په نړۍ کې د ایټمي وسلو مخنیوي هڅو ته تاوان رسېدای شي.

ټرمپ بریا: پښتانه مشران څه وايي؟

د ماحول په اړه ټرمپ ویلي ول چې د تودوښې نړیوالېدرجې د لوړېدو خبره د چین د ګټې لپاره کیږي څو امریکايي مصنوعات په بازار کې مقابله و نه کړل شي. د صدر په توګه به له ټرمپ سره دا اختیار وي چې د نړۍآب و هوا کې د بدلون په اړهپاریس موافقې نه ځان بیل کړي. دغه موافقه د شینکوریزو ګېسونو پېداوار محدودلو په اړه دې.

د کمپاین پر وخت ټرمپ ژمنه کړې وه چې په امریکا کې مېشت ۱۱.۳ میلین غیر رجسټر مهاجر به په دوه کلونو کې دننه له هېواده وباسي. د دغه پروګرام عملي کولو لپاره به د کانګرس منظوري پکار وي او د ریپپلکن ګوند ځینو غړیو یې وار له مخې مخالفت کړی دی. د امریکن ایکشن فورم په نوم څېړنیزه اداره وايي د دې پلان لپاره به په لوی شمېر کې د کارکونکو او انفراسټرکچر جوړولو ته ضرورت وي. د ټرمپ د هغه پلان په اړه هم شکونه موجود دي چې نوموړي د میکسیکو او امریکا تر منځ په پوله د یو لوی دېوال جوړولو ویلي ول. میکسیکو وايي د دغه پروژې لپاره به پیسې نه ورکوي چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په اندازه به پرې لږ تر لږه ۲۵ بلین ډالره خرچه رازي.

د دې تر څنګ ټرمپ په تجارتي ټیسکونو کې د کمي راوستو وړاندېز کړی چې ځینو آزادو او دوه ګوندیزو اقتصادي ډلو مخالفت کړې دې. بلخوا ټرمپ هغو اقتصادي موافقو ته د بیا کتنې خبره کړې وه چې د هغه په نظر ګټه ورې نه دي ثابتې شوی.

XS
SM
MD
LG