د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین وايي له واشنګټن سره اړیکو سمولو ته چمتو دی


پوتین وايي له واشنګټن سره اړیکو سمولو ته چمتو دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:42 0:00

روسي ولسمشر ولادمیر پوتین، ډونلډ ټرمپ ته د امریکا ولسمشریزو انتخاباتو په ګټلو مبارکي ورکړې. ده د چارشنبې پر ورځ د نویو سفیرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، مسکو له واشنګټن سره د خرابو اړیکو ښه کولو په لړ کې د خپلې برخې کار کولو ته تیار دی. ده زیاته کړه چې ښايي دا کار مشکل وي. د اسوشي اېټېډ پرېس اژانس ویډیو. د پوتین د وینا ژباړه: زه غواړم امریکايي ولس ته د انتخاباتي بهیر د پای مبارکي ورکوم. زه ډونلډ ټرمپ ته هم په انتخاباتو کې د بریا مبارکي وایم. موږ د هغه د نوماندۍ پر وخت انتخاباتي نعرې واورېدې. هغه د روسیې او امریکا تر منځ د اړیکو بیا پیل او بحالولو په اړه وویل. د دواړو هېوادونو خرابو اړیکو ته په کتو، موږ پوهېږو چې دا به ګران کار وي. خو روسیه تیاره ده او غواړي چې له روسیې سره خپل اړیکي په بشپړه توګه سم کړي. بیا وایم، دا به ګران کار وي خو موږ چمتو یو چې په دې لړ کې خپله برخه کار وکړو.

XS
SM
MD
LG