د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتانه سیاستوالان له ډونلډ ټرمپه څه تمې لري؟


پراګ - د امریکا منتخب صدر ډونلډ ټرمپ به د راتلونکي کال د جنورۍ په شلمه د ولسمشرۍ چوکۍ سنبالوي. په نړۍ کې د نوموړي په منتخب کېدو بېلا بېل غبرګونونه مخې ته راغلي دي.په پاکستان کې سیاسي ګوندونه د ټرمپ کامیابۍ ته څنګه ګوري؟

د جمعیت علما اسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د ریپبلکن ګوند ډونلډ ټرمپ د کامیابۍ په اړه وايي چې دا به له راتلونکي معلومیږي چې د کمپېن د خبرو پرتله نوموړی عملي ګامونه څنګه اخلي:

((ټرمپ چې خپل تعارف څنګه وړاندې کړی دی، هغه د مسلمانانو لپاره د تشویش باعث ضرور دې. خو دا هر څه چې هغه په خپله لب و لهجه کې خبرې وکړې د ټولې خبرې د انتخاباتو ګټلو لپاره وې. زه یقین کوم چې په عملي توګه به دای و نه توانیږي چې دا څه چې یې په کمپاین کې ویلي دي هغه په ریښتیا عملي هم کړي. امریکا له اسلامي نړۍ سره د انتها پسندۍ تر حده د تصادم وس نه لري او نه دا خپل مفاد ګڼي.))

ټرمپ چې خپل تعارف څنګه وړاندې کړی دی، هغه د مسلمانانو لپاره د تشویش باعث ضرور دې.
مولانا فضل الرحمان

د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر بشیر مټه هیله څرګنده کړې چې د امریکا صدر براک اوباما د پالیسۍ پر ځای که ډونلډ ټرمپ په نړیوال امن جوړولو کې کردار ادا کړي نو د ټولو په ګټه به وي:

((د هغوی [د امریکا] اوږد مهاله پالیسۍ به دوام ولري. د کوم لوی بدلون اټکل زه نه کوم. کورنی بدلون به نسبتاً زیات وي. نړۍ باندې به د هغې معمولي اثر راشي. دا امید لرم چې که ټرمپ دا کار وکړ چې دا روانې جګړې چې امریکا خپله جوړې کړي دي، هغې ته د پاې ټکي کیږدي او په نړۍ کې امن راولي، که دا وغواړي نو کولای یې شي، نو دغه تمه موږ لرو.))

زما په خیال د الیکشن کمپاین خبره جلا وي او بیا چې پر سړي ذمه واري راشي نو هغه جدا وي.
ډاکتر حیدر علي

په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف یو مشر ډاکټر حېدر علي وايي له ټرمپ نه تمه لري چې د پاکستان په ګډون به د ټولې نړۍ سره د رنګ او نسل فرق پرته ښه تګلاره په پام کې وساتي:

((د دوی په خبرو کې چې کومه سختي وه په هغه حساب سره خو نړۍ او په تېره په مسلمانانو کې لږه بې چینۍ وه، خو زما په خیال د الیکشن کمپاین خبره جلا وي او بیا چې پر سړي ذمه واري راشي نو هغه جدا وي. د هغه خطاب مثبت و. نو زما دا یقین دی چې له پاکستان سره د امریکا زوړ تعلق دې، هغه خو د هغوی د خارجه پالیسۍ حصه ده، چې صدر هر څوک وي، زما خیال نه دی چې په خارجه پالیسي کې کوم لوی بدلون راځي.))

د هند په اړه چې د هغه کوم سوچ دی، هغه د پاکستان لپاره کوم نېک شګون نه دې.
ډاکتر عباد الله

د پاکستان مسلم لیګ (ن) د پارلېمان غړی ډاکټر عبادالله وايي د ټرمپ د صدرات څوکۍ سمبالولو سره د کوم لوی بدلون تمه نه لري.

((بدقسمتي ده چې د ټرمپ د مسلمانانو په اړه کومه نظریه وه هغه څه ډېر ښه نه وه. بیا د هند په اړه چې د هغه کوم سوچ دی، هغه د پاکستان لپاره کوم نېک شګون نه دی. خو بیا هم د امریکا جمهوري نظام ډېر قوي دې. زما نه دې خیال چې زیات بدلون به راشي.))

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وايي، پښتانه به د نوموړي منتخب کېدو نه تمه لري چې هغه د پښتنې خاوری په ګډون په مختلفو اسلامي هېوادونو کې د جنګ اور مړ کولو کې څه رول لوبوي:

((موږ پښتون په دې نظر به ورته ګورو چې څوک په نړۍ کې د امن لپاره مثبت ګټه ور قدمونه اخلي. د افغانستان د ترقۍ، ابادۍ او امن ټېنګښت لپاره څومره نور کومک کولی شي. په پاکستان کې د جمهوریت،قانون او ایین بالا دستۍ لپاره څومره مرسته کولای شي. که د دغو پالیسو په لړ کې دای ګټه ور قدمونه واخلي نو دا به د امریکا په خېر هم وي او موږ لپاره به هم یوه خوش اېنده خبره وي.))

۷۰ کلن ډونالډ ټرمپ به د امریکا پنځه څلوېښتم ولسمشر جوړېږي چې تعلق یې له ریپبلکن ګوند سره دی.

XS
SM
MD
LG