د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ډونلډ ټرمپ پر بریا د نړیوالو مشرانو بېلا بېل غبرګونونه


ټرمپ وايي د ټولو امریکایانو ولسمشر به وي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:38 0:00

ټرمپ وايي د ټولو امریکایانو ولسمشر به وي

پراګ - ډونلډ ټرمپ کاروباري شخصیت دی چې په پوځ کې نه دی پاتې شوی او نه یې پخوا څه سیاسي دنده تر سره کړې. ځکه نو د امریکا د راتلونکي ولسمشر په توګه انتخاب یې په نړۍ کې بېلا بېل غبرګونونه پارولي دي.

په برسلز (بروکسل) کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو تګلارې مشرې فیدیریکا موګېریني ویلي، له امریکا سره به خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي. نوموړې زیاته کړې چې د اروپايي ټولنې او امریکا تر منځ اړیکي دومره ژور دي چې هېڅ بدلون یې نشي اغېزمنولای.

هلته د ناټو اتحاد مشر ینز سټولټنبرګ ویلي، امریکايي مشرتابه تل ډېر ارزښت لري او دا چې پیاوړې ناټو د اروپايي هېوادونو او امریکا دواړو لپاره مهمه ده.

ینز سټولټنبرګ
ینز سټولټنبرګ

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد به یې له واشنګټن سره اتحاد ټینګ ساتي او ګوري به چې د ټرمپ تګلارې څه دي.

د جرمني دفاع وزیرې اورسولا فن دېر لېین ویلي، د امریکايي ولسمشریزو انتخاباتو نتیجه ورته لویه ((صدمه)) وه. نوموړې پوښتنه کړې، چې ایا له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د ځواکمنو هېوادونو تر منځ اړیکي خو به له خطر سره نه وي مخامخ؟

هلته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د چارشنبې پر سهار ډونلډ ټرمپ ته د مبارکۍ پیغام استولی. نوموړي وروسته په مسکو کې د نویو بهرنیو سفیرانو یوې غونډې ته په وینا کې وویل، له واشنګټن سره د اړیکو ښه کولو لپاره د خپلې برخې کار ته تیار دی.

د ولادمیر پوتین ویډیو دلته وګورئ.

د هنګري وزیراعظم وېکتور اوربان د فېسبوک له لارې ټرمپ ته د ولسمشریزو انتخاباتو ګټلو مبارکي ویلې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، ټرمپ باید له تهران سره نړیوالې اټومې موافقې ته ژمن پاتې شي.

اشرف غني
اشرف غني

د ترکیې وزیراعظم بن علي یلدرم ویلي، د ټرمپ بریا د انقرې او واشنګټن اړیکو پراخولو او ودې ته نوې موقع برابروي.

افغان ولسمشر او د پاکستاني وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکارانو هم ټرمپ ته په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ویلې.

د چارشنبې پر سهار ډونلډ ټرمپ په نیویارک کې له خپل انتخاباتي دفتره په وینا کې وویل، د ډېموکراټ ګوند له خوا د ولسمشرۍ کاندیدې هېلرې کلېنټن ورته ټېلېفون کړی وو او ورته یې د ټاکنو په ګټلو مبارکي وویله.

د ټرمپ ژوندلیک لاندې په ویډیويي رپورټ کې

د ټرمپ ژوندلیک: له کاروباره تر ولسمشریزو ټاکنو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:29 0:00

ټاکل شوې چې ټرمپ د ۲۰۱۷ز کال د جنورۍ له ۲۰مې د امریکا د ۴۵م ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.

د نوموړي تر انتخابېدو وروسته نړیوال بازار او د ونډو بازارونه تاواني شوي دي او د نورو اسعارو یا کرنسیو پرتله د امریکايي ډالره نرخ لوېدلی دی خو همدې خبر د روسیې د ونډو پر بازار مثبت اغېز کړی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG