د لاسرسي ځای

تازه خبر

مظاهره چیان د پاکستان پارلمان مخې ته ورسېدل


د پاکستان پوځ په یوه بیان کې ویلي، چې ټولې ښکېلې خواوې دې د خپلو اختلافاتو حل په مذاکراتو راوباسي.

په داسې حال کې چې په زرګونو د حکومت ضد مظاهرچېان په اسلام آباد کې د پارليمان ودانۍ مخې ته رسېدلي دي، بېګا د پاکستان پوځ پر حکومت او اپوزیشن مشرانو غږ کړی چې سیاسي تاوتريخوالی دې په خبرو اترو هوار کړي.

مظاهرچيانو بېګا ناوخته د سرښار اسلام اباد هغې حفاظتی سيمې حصار مات کړ چې پکې د پارلیمان د وداني سره سره د دولتي ادارو نورې ودانۍ دي.

مظاهرچیانو تر حفاظتي سيمې راتاو اغزن تارونه په بیاتیانو پرې کړل او د لويو لویو کنټېنرو اخوا کولو لپاره يې کرينونه وکارول.

په دغه سیمه کې چې ورته ريډ زون ویل کېږي، د بهرنيو هېوادونو سفارتونه هم پکې دي.

دغه ريډ زون ته د ننوتو پر مهال مظاهرچيان ځکه د پوليسو او نورو امنیتي ادارو له غبرګون سره مخ نشول چې حکومت ورته د تشدد نه کولو هدایات کړی وو.

XS
SM
MD
LG