د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې بیلا بیلو پېښو کې ۱۷ کسان ژوبل شوي




د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې ۱۷ کسان ژوبل شوي دي.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، بېګا په سکیم چوک کې د سي ډي ګانو دوکانونو په مارکیټ کې چاودنې یو شمېر دوکانونو ته تاوان رسولی دی. په دې چاودنه کې د سي ډي د یوه دوکان مالک ژوبل شوی دی.

هلته د ښار په هشنغرۍ کې د یوه بس اوښتو په پېښه کې ۱۶ کسان ژوبل شوي دي. په بس کې د واده په جنج روان خلک ناست ول.

د یوه بل خبر تر مخې، په بډه بېره کې د سړک غاړې ښخو شویو بمونو دوه چاودنې شوې دي خو زیان یې نه دی اړولی.

XS
SM
MD
LG