د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکي چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان پر پوله یې د داعش لوړپوړی غړی نیولی


د ترکیې د پوله ساتي ځواک یو غړی د څار پر مهال. (انځور: ارشیف)
د ترکیې د پوله ساتي ځواک یو غړی د څار پر مهال. (انځور: ارشیف)

د ترکیې دولتي رسنۍ وايي چې د هغه هېواد استخباراتي ادارې د افغانستان او پاکستان د پولې په خوا اوشا کې د عملياتو په ترڅ کې د داعش وسلوالې ډلې يو لوړپوړی غړی نیولی دی.

د ترکيې دولتي خبري اژانس، انادولو د ډېسېمبر پر ۲۲مه، د ترکیې د ملي استخباراتي ادارې په حواله ويلي چې نیول شوی کس محمد ګورن نومېږي او د ترکي وګړی دی.

اژانس که څه هم د هغه تورن کس تصویر خپور کړی خو دا یې نه دي ويلي چې نوموړي په کره ډول په کوم ځای کې نیول شوی دی.

د راپور له مخې، د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې ويلي چې ګورن له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سیمې ته تللی وو او د استخباراتو تر تعقیب لاندې وو. تر اوسه پورې داعش وسله والې ډلې په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یو شمېر هیوادونه په افغانستان او پاکستان کې د داعش ډلې شتون او فعالیت ته اندېښنې لري.

XS
SM
MD
LG