د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د پاکستان پوځ افسر مړی موندل شوی


زیارت د بلوچستان سیلانۍ سیمه ده چې په اوړي او ژمي کې ګڼ خلک ورځي - پخوانی انځور.
زیارت د بلوچستان سیلانۍ سیمه ده چې په اوړي او ژمي کې ګڼ خلک ورځي - پخوانی انځور.

امنیتي ځواکونه وايي چې په بلوچستان کې یې د هغه افسر مړی موندلی چې د جولای ۱۲مې ماخوستن مهال له زیارته تښتول شوی وو.

په بلوچستان کې لېویز ځواک د جولای پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي لنډ بیان کې ویلي دي چې د امنیتي سرتېرو یوې ډلې، چې د کرنل لییق بېګ مرزا لټون یې کاوه، د زیارت او هرنايي سیمو پر پوله د نوموړي مړی موندلی دی. په بیان کې له دې پرته نور څه نه دي ویل شوي.

لېویز ځواک دا بیان تر هغې وروسته خپور کړی چې بلوڅ بېلتونپالې وسله والې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د جولای پر ۱۳مه په یوه بیان کې د کرنل مرزا د تښتولو ذمه واري ومنله.

هغې ناقانونه ډلې د جولای پر ۱۴مه رسنیو ته په استولي دویم بیان کې ویلي دي چې پوځي افسر یې د جولای پر ۱۲مه د بلوچستان له زیارته له ځان سره بیولی وو او وروسته یې وواژه.

تر دې مخکې د بلوچستان لېویز ځواک د چارشنبې پر ورځ رسنیو ته په استولي بیان کې وویل، د پوځ افسر لییق بېګ مرزا د کورنۍ له غړو سره زیارت ته تللی وو چې د جولای ۱۲مې شپې مهال وسله والو وتښتاوه.

په سیمه کې یوه ځايي خبریال فرحت کاکړ د جولای پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، وسله والو د زیارت په ورچوم سیمه کې پر سړک ناکه لګولې وه او په ګاډو کې یې د سپرو کسانو شناختي کارډونه لیدل. د ده په خبره، هغو وسله والو د پوځي افسر شناختي کارډ هم ولید او بیا یې له ځانه سره یووړ.

کاکړ زیاتوي، له پوځي افسر سره په ګاډي کې د کورنۍ ښځې او ماشومان هم سپاره ول خو وسله والو هغوی پرېښي دي.

کاکړ هغه مهال دا هم ویلي ول چې وسله والو د کرنل مرزا "یوشمېر ملګري" هم تښتولي خو لېویز ځواک او بلوچ لېبرېشن ارمي په دې اړه هېڅ نه ول ویلي.

د پاکستان د پوځ عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) هم د پېښې په غبرګون څه نه دي ویلي خو د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو د جولای پر ۱۳مه په یوه بیان کې د پېښې غندنې ترڅنګ اړوندو چارواکو ته د پلټنو او پکې د ککړو کسانو د نیولو امر کړی وو.

د سیلاني ښار زیارت ورچوم سیمه د بلوچستان له مرکز کوټې څخه شاوخوا ۷۰ کیلومیټره لیرې په شمال ختیځ کې پرته ده.

په بلوچستان کې په تېرو وختونو کې هم د سیاستوالانو، وکیلانو، ډاکترانو او کاروباریانو د تښتونې پېښې شوې دي چې یوشمېر یې خوشې شوي او د ځینو یې مړي موندل شوي دي.

له دې پرته د پاکستان په هغه جنوب لویدیز صوبه کې وخت په وخت د ناامنیو پېښې هم کېږي چې پکې د امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د بلوڅ بېلتونپاله ډلو فعالیتونو ته کتنه

په بلوچستان کې د بېلتونپاله وسله والو ډلو تازه فعالیتونه په په ۲۰۰۶ز کال کې په پوځي عملیاتو کې د بلوچستان د پخواني اعلاوزیر او پخواني ګورنر نواب بګټي تر وژنې وروسته پیل شول.

هغه مهال یوشمېر بېلتونپاله ډلو سر پورته کړ چې پر ضد یې د پاکستان پوځ د بلوڅانو په سیمو کې عملیات پیل کړل.

له هغو ډلو څخه یې یوه بلوچ لېبرېشن ارمي هم ده چې د ۲۰۲۲ز کال له پیل راهیسې یې په بلوچستان او سیند کې پر امنیتي ځواکونو د یوشمېر حملو ذمه واري منلې ده.

په تېرو ۱۸ کلونو کې بلوڅ وسله والو ډلو په بلوچستان او کراچۍ کې پر چينايي وګړو او اهدافو شاوخوا اووه ځلې حملې کړې دي.

چين په بلوچستان کې د ګوادر بندر ترڅنګ په مختلف سيمو کې پانګونه کړې ده. د اربونو ډالرو هغه پانګونه د چین – پاکستان اقتصادي لارو د پروژو په ترڅ کې کېږي.

خو دا لومړی ځل نه دی چې بلوڅ وسله والې ډلې د خپلواکۍ په موخه د پاکستان پرضد وسله پورته کوي بلکې د پاکستان تر جوړېدو وروسته په تېرو ۷۴ کلونو کې یوشمېر بلوڅ ډلو په مختلفو وختونو کې ټول پینځه ځلې د رياست پرضد وسله پورته کړې ده چې په غبرګون کې يې هر وار حکومت پوځي عملیات کړي دي.

هغه ډلې وايي چې په ۱۹۴۸زکال کې د پاکستان واکدارانو د بلوڅانو خپلواکه قلات ریاست د يوه "جبري تړون" له لارې له پاکستان سره ګډ کړی وو او دوی غواړي چې بلوچستان بېرته ازاد کړي.

خو د پاکستان حکومت دريځ لري چې د هغه وخت د قلات واکمن مير احمد یار خان او د پاکستان پخواني ګورنر جنرل محمد علي جناح ترمینځ له تړون سره سم، قلات "په خپله خوښه" په پاکستان ورګډ شوی وو.

XS
SM
MD
LG