د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ژوندۍ بڼه د عمران خان د تقریرونو پر خپرولو بندیز لګېدلی


عمران خان په اپرېل کې له دندې له ګوښه کېدو راهیسې د حکومت ضد احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور.
عمران خان په اپرېل کې له دندې له ګوښه کېدو راهیسې د حکومت ضد احتجاجي جلسو ته دوام ورکړی دی - پخوانی انځور.

د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګولېټري اتارټي یا پیمرا) پر ټېلېوېژنونو په ژوندۍ بڼه د پخواني وزيراعظم او تحريک انصاف مشر عمران خان د ويناوو پر خپرولو بندیز لګولی.

هغې ادارې د اګست پر ۲۰مه په خپل يو امر کې ويلي‌چې ټېلېوېژنونه ځکه نېغ په نېغه د عمران خان ويناوې نه شې خپرولی چې نوموړی پر ریاستي ادارو بې بنیاده تورونه لګوي او د دې ادارو د کارکوونکو پر ضد په ولس کې کرکه خپروي.

د پيمرا په وينا، د عمران خان ویناوې د قانون او نظم ساتلو لپاره زیانمنوونکې دي او ممکنه ده چې له وجې یې عامه امن ګډوډ شي.

پیمرا په خپل امر کې د عمران خان د هغو خبرو يادونه کړې چې نوموړي د اګست پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د تحريک انصاف پلویانو يوې جلسې ته وکړي.

عمران خان وويل چې "د اسلام اباد پوليسو" له خوا د هغه د سیاسي سلاکار شهباز ګېل "نيول او پرې تشدد غندي." عمران خان زیاته کړه چې عدالتونه او پولیس دې خبر وي چې حساب به ورکوي. "د اسلام اباد ای جي (د پولیسو مشر) دې خبر وي چې تاسي به موږه نه پرېږدو. پر تاسې به مقدمه کوو. او مجسټرېټې زېبا صاحبې ته هم تياره اوسه!"

د اسلام اباد پولیسو د عمران خان څرګندونې رد کړې دي. د پلازمېنې پولیسو د اګست پر ۲۱مه پر ټوېټر د عمران خان د وینا په غبرګون په بیان کې ویلي دي چې پولیس به خپلې دندې او چارو ته دوام ورکوي او "هر کس چې ګواښ کوي او یا تورونه پورې کوي، پرضد به یې قانوني اقدامات کېږي."

په بیان کې راغلي چې پولیسو "په هر حال کې د ولس د خدمت سوګند کړی دی" نو ټول کارکوونکي به په ذمه واري خپلو چارو ته دوام ورکوي.

بیان زیاتوي چې "د اسلام اباد پولیس به د یوې ادارې په توګه پر ځان د درواغو تورونو پرضد قانوني اقدام" کوي.

د اسلام اباد پولیسو څه د پاسه یوه اوونۍ مخکې شهباز له يو شخصي ټېلېوېژن اې ار وای سره تر هغې مرکې وروسته ونيو چې نوموړي پکې ويلي ول چې د پاکستان د پوځ سرتېري دې د خپلو مشرانو افسرانو هغه امرونه نه مني چې هغوی یې په غيرقانوني ډول د عمران خان خلاف ورکوي. پولیسو دا خبرې په پوځ کې د "بغاوت" کولو د يوې هڅې په توګه واخیستې او نوموړی یې ونيو.

پیمرا وروسته اې ار وای ټېلېوېژن له کېبل شبکې هم ليرې کړ. دا د پاکستان له لویو ټېلېوېژن چینلونو څخه يو دی چې د هغه هېواد د پخواني وزیراعظم عمران خان ملاتړی ګڼل کېږي. هغه چینل له وزيراعظمۍ څخه د عمران خان د ليرې کېدو وروسته پر پوځ نيوکې پیل کړې.

دوه ورځې مخکې د شهباز ګېل يوه ويډيو مخې ته راغله چې نوموړي پکې له زندانه روغتون ته لېږدول کېږي چې پکې ښکاري چې هغه ژاړي او له سابندۍ شکايت کوي. عمران خان پر ټوېټر ادعا کړې چې پر ګېل پر جسماني تشدد برسېره جنسي تشدد هم شوی دی خو د دې دعوې د ثبوت لپاره یې شواهد و نه ښوول.

البته په اسلام اباد کې د پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز روغتون د ډاکترانو ډلې د ګېل تر معاینې وروسته په خپل رپورټ کې ویلي دي چې نوموړی روغ دی.

د اسلام اباد پولیسو د اګست پر ۲۰مه په يو بيان کې وويل چې پر شهباز ګېل یې د تشدد د تورونو تحقیقات پيل کړي دي.‌ پولیسو زیاته کړې چې له هېچا سره پر سیاسي بنسټ چلند نه کوي بلکې په مسلکي توګه پر مخ ځي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه عمران خان د عدم اعتماد تحريک له لارې د وزيراعظمۍ له څوکۍ ليرې کړ. تر دې وروسته نوموړي په بېلابېلو ښارونو کې د مسلم ليګ (ن) په مشرۍ د اېتلافي حکومت پر ضد جلسې پيل کړي. د عمران خان پلويانو پر پوځ هم نيوکې کړې او تور یې پورې کړی چې د دوی پر ځای د اېتلافي حکومت ملاتړ کوي. پوځ دا تور بې بنياده بولي او وياندانو یې په بيا بیا ويلي چې امنيتي ادارې دې په سیاست کې لاسوهنې ته نه کشول کېږي.

XS
SM
MD
LG