د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتو کمېشن عمران خان د اګست پر ۲۳مه وربللی دی


د انتخاباتو کمېشن پر ووبپاڼې د اګست پر پنځمه په خپور شوي ڼوتس کې ویل شوي چې عمران خان دې د بهرنیو چندو په معامله کې خپل وضاحت وړاندې کړي.
د انتخاباتو کمېشن پر ووبپاڼې د اګست پر پنځمه په خپور شوي ڼوتس کې ویل شوي چې عمران خان دې د بهرنیو چندو په معامله کې خپل وضاحت وړاندې کړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۳مه ور بللی دی.

د انتخاباتو کمېشن پر ووبپاڼې د اګست پر پنځمه په خپور شوي ڼوتس کې ویل شوي چې عمران خان دې د بهرنیو چندو په معامله کې خپل وضاحت وړاندې کړي.

بیان زیاتوي چې یاده اداره به د اګست پر ۲۳مه د اکبر ایس بابر لخوا د دایر شوې مقدمې اورېدنه پیلوي. نوموړی یو له هغو کسانو دی چې د تحریک انصاف بنسټ یې یښی وو.

دا له هغې وروسته ده چې د اګست پر دویمه په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن مشر سکندر سلطان راجا په یوه فیصله کې ویلي وو چې د عمران خان په مشرۍ پر تحریک انصاف ګوند له بهره د ممنوعه پیسو اخیستو تورونه ثابت شوي دي.

شاوخوا اته کاله مخکې د تحریک انصاف ګوند یو بنسټګر او پخواني سیاستوال اکبر اېس بابر دا مقدمه دایره کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې هغه ګوند له بهره چندې ترلاسه کړې دي.

اکبر اېس بابر هغه مهال دا دعوه هم کړې وه چې تحریک انصاف ګوند په کلنۍ محاسبه کې هغه بهرني بانکي حسابونه د پاکستان له انتخاباتي کمېشنه پټ کړي ول چې د پیسو ترلاسه کولو لپاره یې کارول.

خو د پاکستان انتخاباتي کمېشن به اګست پر ۲۳مه د عمران خان تر حاضرۍ وړاندې د هغه پرضد د اګست پر ۱۸مه د هغه ریفرینس اورېدونه هم کوي چې د عمران خان د نااهله ګرځولو لپاره دایر شوی دی.

دا ریفرنس د پاکستان جمهوري غورځنګ ځینې پارلماني غړو دایری کړی او دریځ لري چې د دوی په وینا، عمران خان د انتخاباتو کمېشن ته غلط بیاني کړې ده نو هغه دې نااهله وګرځول شي.

خو د تحریک انصاف مشران وایي دوی په هیڅ ډول له بهر هیوادونو څخه په ناقانونه توګه فنډونه نه دي ترلاسه کړي بلکې د دوی په وینا، له ګوند څخه یې سیاسي انتقام اخیستل کېږي.

د عمران خان پرضد دا مقدمې پر داسې مهال دایرې شوې دي چې د پاکستان د انتخاباتو کمېشن د روان کال د سېپتمبر پر ۲۵مه د قومي اسمبلۍ پر نهو خالي شویو څوکیو ضمني انتخابات اعلان کړي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان اعلان کړی چې د قامي اسمبلۍ پر دې نهه واړو حلقو به پخپله انتخاباتو ته دریږي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د اګست پر پينځمه پر خپله ټویټر پاڼه ورکړي چې عمران خان به پر دې خالي شویو څوکیو پخپله د تحریک انصاف ګوند کاندید وي.

د چوکۍ له هغه وروسته خالي شوې وې چې د قامي اسمبلۍ سپیکر راجا پرویز اشرف د جولای پر ۲۷مه د تحریک انصاف د نهه غړیو استعفاګانې منظور کړې وې.

د تحریک انصاف ۱۲۳ غړیو هغه وخت استعفاګانې ورکړې وې چې د وزیراعظم عمران خان حکومت د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر لسمه د بې باورۍ د تحریک په نتیجه کې لیرې کړل شو.

انتخاباتي کمېشن ویاند هارون شینواري پر ټویټر په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي په دې نهو چوکیو کې درې د کراچۍ، یوه یوه د مردان ، چارسده ، پېښور ، کورمې ، فیصل اباد ، ننکانه او شیخو پوره دي.

د انتخاباتو کمیشن لخوا د خپرې شوې اعلامیې تر مخه کاندیدان ورسره د اګست تر ۱۰مې خپل اسناد جمع کولای شي او انتخابات به د سپټمبر په ۲۵مه تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG