د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اې ار وای نيوز" ټېلېويژن په پاکستان کې له کېبل چېنلونو ليرې کړل شوی


پر اې ار وای نيوز چېنل تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ز کال کې هم بندېز لګول شوی وو.
پر اې ار وای نيوز چېنل تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ز کال کې هم بندېز لګول شوی وو.

د پاکستان یو شخصي ټېلېویژن "اې ار وای نيوز" په هغه هېواد کې د کېبل چینلونو له ليسټ څخه ليرې کړل شوی دی.

چارواکو دا اقدام د اګست پر اتمه تر هغه وروسته اخيستی چې د دغه ټي وي چېنل په يوه خپرونه کې د پاکستان پر پوځ نيوکې وشوې.

د اې ار وای مرستیال مشر احمد یوسف د اګست پر نهمه ویلي چې دا یوه "ناسمه" فیصله ده او دوی به یې په عدالت کې چېلېنجوي.

اې ار وای د پاکستان له لویو ټېلېویژن چېنلونو څخه يو دی چې د هغه هېواد د پخواني وزیراعظم عمران خان ملاتړ کونکی ګڼل کېږي. دغه چېنل تر هغه وروسته پر پوځ نيوکې پیل کړې چې د روان کال په اپرېل مياشت کې عمران خان په قاامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک له لارې له وزیراعظمۍ ليرې کړل شو.

د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام اداره (پاکستان الېکټرانيک میډیا رېګولېټري اتارټي) یا پیمرا په یو نوټس کې اې ار وای ته ویلي په دغه چینل کې "کرکه، خیانت او ناوړه موادو ستاسو د چینل په اړه جدي اندېښنې" راپورته کړي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر اتمه د دغه ټي وي په يوه خپرونه کې د عمران خان یو سلاکار شهباز ګل په خپلو خبرو کې ویلي ول چې د پوځ خلاف د ناوړه کمپاين تر شا موجوده مرکزي حکومت لاس لري. په دغه خپرونه کې دا هم ویل شوي ول چې پوځي چارواکي باید د خپلو لوړ پوړو چارواکو "غیرقانوني او غیراییني" امر ونه منی.

په پاکستان کې د خبریالانو ومرکزي اتحادیې ویلي که چيرې د اې ار وای په بشپړه توګه بحالې نه شوې نو په ټول هېواد کې به احتجاجونه پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG