د لاسرسي ځای

تازه خبر

تحریک عدم اعتماد: وزیراعظم عمران خان د اېم کیو اېم له مشرانو سره لیدلي


وزیراعظم عمران خان د نورو ګوندونو له مشرانو سره هم ګوري چې د تحریک عدم اعتماد په اړه یې ملاتړ تر لاسه کړي - انځور له ارشیفه
وزیراعظم عمران خان د نورو ګوندونو له مشرانو سره هم ګوري چې د تحریک عدم اعتماد په اړه یې ملاتړ تر لاسه کړي - انځور له ارشیفه

په داسې حال کې چې اپوزیشن د حکومت ضد د بې باورۍ تحریک وړاندی کوي، وزیراعظم عمران خان د مارچ پر نهمه په کراچۍ کې د متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) مرکز ته تللی او هلته یې د هغه ګوند له مشرانو سره لیدلي دي.

ټاکل شوې چې نوموړی د خپل ګوند د غړو په ګډون د نورو ګوندونو له مشرانو سره هم ملاقاتونه وکړي چې د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي.

د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې د وزيراعظم عمران خان خلاف د "عدم اعتماد تحريک" جمع کړ.

د پی ډي اېم او پیپلز ګوند مشران د مارچ پر اتمه د تحریک عدم اعتماد تر دایرولو وروسته خبري غونډې ته وینا کوي.
د پی ډي اېم او پیپلز ګوند مشران د مارچ پر اتمه د تحریک عدم اعتماد تر دایرولو وروسته خبري غونډې ته وینا کوي.

د تحريک تر جمع کېدو وروسته د مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان، د پاکستان مسلم ليګ (ن) ګوند مشر شهباز شريف او د پاکستان پيپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې يو شریک خبري کنفرانس ته په وينا کې ادعا وکړه چې حکومت مخالفه ګوندونه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک په حق کې تر نيمايي زياتې رايې تر لاسه کولای شي.

بل پلو حکومت دریځ لري چې د پارلېمان تر نیمايي زیات غړي ورسره ولاړ دي او خپله وزیراعظم عمران خان هم د مارچ پر اتمه ناوخته وويل چې که د هغه پر ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې شو نو مقابله به یې کوي.

د عدم اعتماد تحريک تر جمع کېدو وروسته، د قامي اسمبلۍ سپيکر بايد د درو او ۱۴ ورځو په موده کې دننه د اسمبلۍ غونډه وروغواړي او پر تحريک د اسمبلۍ له غړو رايې واخلي. د دې تحريک د بريا لپاره د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ غړو څخه د ۱۷۲ هغو د رایو اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG