د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايراني ولسمشر الوتکه د پېښې ښکار شوې ده


د ايران ولسمشر ابراهيم رییسي او د ايران بهرنيوو چارو وزير امیر عبداللهيان - پخوانی انځور
د ايران ولسمشر ابراهيم رییسي او د ايران بهرنيوو چارو وزير امیر عبداللهيان - پخوانی انځور

د ایران دولتي رسنۍ وايي چې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهيم رییسي هيلي کاپټر د پېښې ښکار شوی دی.

د ازادې اروپا راډيو ایرانۍ څانګې،‌ رادیو فردا تر مخه د ايران دولتي ټيليويژن (خبرګزاري صدا و سیما) د مې پر ۱۹مه خبر ورکړ چې دا پېښه د ختيځ اذربایجان صوبې په جلفا کې شوې ده. ختيځ اذربایجان د ايران له ۳۱ صوبو يا ولايتونو څخه يوه صوبه ده.

رادیو فردا ليکلي چې د سپاه پاسداران سره نيږدې خبري اژانس، تسنيم ويلي چې د رییسي د کاروان دوه هيلي کاپټرې ستنې شوې خو پخپله هغه هيلي کاپټر لادرکه دی چې ولسمشر پکې وو. ایسنا خبري اژانس ویلي چې د رییسي د هیلي کوپټر ځینو سورلیو ته مرګژوبله رسېدلې خو نور تفصيل یې نه دی ورکړی.

د ايراني رسنيوو ترمخه، په دې هيلي کاپټر کې د ايراني ولسمشر سره د بهرنيوو چارو وزير حسین امیرعبداللهيان، د ختيځ اذربایجان والي يا ګورنر ملک رحمتي او د ايران د ستر روحاني مشر استازی ايت الله محمد علي الهاشم هم سفر کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند فردا راډیو ته ويلي چې د ایران د ولسمشر او د بهرنیو چارو د وزیر د هيلي کاپټر د ممکنه سختې ناستې په اړه راپورونه په دقیق ډول څاري خو نوره تبصره نه لري.

د لټون هڅې او اندېښنې

د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهي خبر شبکې ته ویلي دي چې سیمه ډیره تیاره ده او له همدې امله لټون سخت دی. رويټرز خبري اژانس د يو ايراني چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستی، له خولې ويلي چې حالات د اندېښنې وړ دي. هغه زیاته کړې چې د پېښې سره مخ شوي هيلي کاپټر د سپرليوو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

دغه چارواکي زیاته کړې: "موږ لا هم هیله لرو. خو د الوتکې د غورځېدو له ځایه راغلي خبرونه او معلومات د اندېښنې وړ دي."

د ژغورنې ډلې کوښښ کوي چې د ولسمشر ليږدونکي هيلي کاپټر پيدا او ورسره تماس ټينګ کړي. تسنيم خبري اژانس د ايران د کورنيوو چارو وزير احمد وحيدي له خولې ويلي چې د سیمې شرایط داسې دي چې مرستندويه ډلو کار یې سخت کړی دی.

د وحيدي په خبره ولسمشر رییسي د قیز قلعه سي بند د پرانیستې لپاره تللی وو چې د اذربایجان ولسمشر الهام عليېف سره افتتاح کړ. په سرحدي سيمه کې موقعیت لرونکي، له دې بنده دواړه هېوادونه ګټه پورته کوي. وحيدي زیاته کړې: "تر دې وروسته ولسمشر رييسي او عمله یې په څو هيليکاپټرونو کې تهران ته پر لاره وو چې د پېښې ښکار شول." د هغه په وينا په سيمه کې د ژغورنې ډلې په کار بوختې دي.

په همدې حال کې خبرګزاري صدا و سیما ټيليويژن د ويډيوګانو په خپرولو سره ويلي چې د سرې مياشت کار کوونکي هغه ځای ته رسېدلي چې ګمان کيږي د پېښې ښکار هيلي کاپټر پکې وي. په دې ويډيوګانو کې لړې، ورېځې او باراني حالت ښکاري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG