د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خوسته د وزیرستانیو کډوالو ستنېدل پیل شول


خوست کې د وزیرستانیو کډوالو ګلان پنډغالی
خوست کې د وزیرستانیو کډوالو ګلان پنډغالی

له افغانستانه د غلام خان په لار پاکستان ته د وزیرستانیو کډوالو د ستنېدو لړۍ له نن نه پیل شوه.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر شاهد علي خان مشال راډیو ته وویل، هغوی د کډوالو د واپسۍ لپاره خوست ته ګاډي لېږلي او په غلام خان بندر کې ورته ترتیبات نیولي دي.

هغه وايي، له ستنېدونکو کورنیو سره به نغدې مرستې هم کېږي.

بل پلو، د غلام خان تحصیلدار غني الرحمان مشال راډیو ته وویل چې د خوست ګلان کیمپ نه د کډوالو یوه قافله د غلام خان بندر ته نن له غرمې مخکې ورسېده.

نوموړی وايي، دا کسان بنو ته لېږدول کېږي، هلته دوی په بکاخېل کیمپ یا هر بل ځای کې چې دوی یې غواړي اوسېدلی شی. د ده په وینا کله چې په دته خېلو کې د هغوی سیمه تصفیه شي نو بیا دا کډوال خپلو مېنو ته هم ستنېدلای شي.

پاکستاني چارواکي وايي، له افغانستانه پينځه زره د وزیرستاني کډوالو کورنۍ وار له مخه ستانه شوي او له اوو تر ۱۲ زرو پورې کورنۍ لا هم هلته پاتې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG