د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند کې ۵ پولیسان او جنوبي وزیرستان کې یو مشکوک وسلوال وژل شوی دی


 د سیند پولیس سرتېري پهره کوي (انځور له ارشيفه)
د سیند پولیس سرتېري پهره کوي (انځور له ارشيفه)

د سیند صوبې چارواکي وايي، په ګوټکي کې وسلوالو غلو پینځه پولیسان وژلي دي او د جنوبي وزيرستان چارواکي ادعا کوي چې د طالبانو يو مشکوک قوماندان یې وژلی دی.

د سیند صوبې د ګوټکي پولیسو مشر جاوېد جسکاني د نومبر پر شپږمه مشال راډيو ته وويل چې د شنبې (خالي) شپې مهال د اوباړو په کچه سیمه کې د غلو او ډاکوانو يوې ډلې په يو برید کې درې افسران او دوه سرتېري ووژل.

جسکاني وویل چې په وژل شويو کې د اوباړو ډي ايس پي عبدالمالک بوټو، تاڼېدار محمد دين لغاري او د مير پور ماتېلو تاڼېدار عبدالمالک لاشاري شامل دي. "په برید کې نهه پولیس سرتېري ژوبل شوي هم دي. موږ د غلو پر ضد عمليات کوو. د دې غټو عملياتو لپاره مو له ټولې ضلعې پولیس راغوښتي دي. زخميان روغتون ته رسول شوي دي."

جاوېد جسکاني زياته کړه چې په برید کې په نښه شوي پولیس د هغه عملياتي ډلې برخه ول چې څو ورځې وړاندې یې په ماتېلو کې د غلو له خوا د تښتول شويو کسانو د خوشې کولو لپاره د لټون عملیات کول.

پاکستاني رسنيو ليکلي‌چې غلو د پيسو لپاره د مال وړونکو ګاډو ډرېوران (ټرانسپورټران) تښتولي دي. د خيبر پښتونخوا او بلوچستان د بېلابېلو مال وړونکو ګاډو اتحاديو مشال راډيو ته په ورکړیو معلوماتو کې راغلي چې په سيند صوبه کې په تېر یو کال کې له ۳۰ څخه زیاتې تښتونې شوې دي او وسلوالو د تښتول شویو کسانو خوشې کولو لپاره تاوان غوښتی دی.

د سیند حکومت ويلي‌ چې د خلکو د خوندي ساتلو لپاره پولیسو څو ځل په شکارپور او نورو اړونده سيمو کې د تښتوونکو او غلو پر ضد عمليات کړي او د امنيت ټينګ ساتلو لپاره يې ګامونه اخیستي دي.

د جنوبي وزیرستان او ټانک پېښې

د یو بل خبر له مخې، د جنوبي وزيرستان په اعظم ورسک سيمه کې پولیسو عمليات کړي دي. د نومبر پر شپږمه د واڼه ښار تاڼې مشر عثمان وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې په عملياتو کې د تحريک طالبان پاکستان يو مشکوک قوماندان وژل شوی او د هغه دوه ملګري نيول شوي دي.‌

اخوا د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني په يو بیان کې ويلي چې د پاکستاني پوځ له خوا یې په اعظم ورسک کې د دوی پر ملګرو د برید په ځواب کې په ټانک ضلع کې پر پوځي پوستو بریدونه کړي دي.

امنيتي چارواکو ويلي چې په حملو کې پوځيانو ته زیان نه دی رسېدلی.

د پاکستان حکومت د مې میاشتې له پای راهیسې له تحريک طالبان پاکستان سره د نامعلومې مودې لپاره اوربند کړی دی. هېڅ يوې خوا په رسمي ډول د دې جنګ بندۍ د ختمېدلو اعلان نه دی کړی خو بریدونه او پوځي کاروايۍ دوام لري.‌

XS
SM
MD
LG