د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په سيند کې هم پښتانه ځورول کېږي'


په پنجاب صوبه کې د پښتنو د ځورولو د خبرونو پر ټولنيزو ويبپاڼو د خپرېدو وروستو اوس د سيند صوبې په بېلا بېلو ښارونو کې هم دا رنګ خبرونه رامنځ ته شوي چې پرضد يې پښتانه سياسي مشران راپاڅېدلي او په کراچۍ او حېدراباد کې يې احتجاجي مظاهرې هم کړې دي.

د دې خبرونو په اړه د صوبې واکمن پيپلز ګوند له خوا ويل شوي چې دوی په نسلي تعصب (کرکه) يقين نه لري او اصف علي زرداري د خالي په ورځ په ټول ګونديزه غونډه کې هم د پنجاب ترڅنګ په سيند صوبه کې د پښتنو ځورولو غندنه کړې او حکومت یې کله هم د دې ملاتړ نه کوي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيند څانګې مشر نذيرجان خان په دې اړه وايي چې د کراچۍ پشمول د صوبې په بېلا بېلو برخو کې د پوليسو له خوا د پښتنو ځورولو او نيولو لړۍ لا هم روانه ده.

نوموړی تور لګوي چې پوليس د پښتنو نه شناختي کارډونه اخلي، اېف ای ار پرې درجوي او ورته ويل کېږي چې عدالتونو کې د مقدمې پرمهال د پلټنو وروستو به یې کارډونه تصديقوي.

د نذير جان په وينا چې پنوعاقل، ګوټکي، نوابشاه، سکهر، شکارپور او حېدراباد ترڅنګ په کراچۍ کې هره ورځ په لوی شمېر کې پښتانه نيول کېږي.

'دوی چې د چادر او چارديوارۍ کومه خبره کوي، پوليس د دې بېخي خيال نه دی ساتلی. که چېرته له یو چا سره شناختي کارډ هم دی نو پوليس يې ترې اخلي، که له یو چا سره مهاجر کارډ دی نو هغه ترې هم اخلي. په يوه تاڼه کې موږ دا خبره وکړه چې دا څوک مو نيولي دا پاکستاني دي. پوليسو دا دريځ خپل کړو چې دوی به اېف ايي ار درجوي بيا به عدالت د دې تحقيق کوي چې شناختي کارډونه يې اصلي دي که نه.'

د عوامي نېشنل ګوند سيند څانګې له خوا هم په کراچۍ او حېدراباد کې د پښتنو ځورولو پرضد احتجاجي مظاهرې او خبري غونډې شوي دي او دريځ لري چې په سيند صوبه کې روان د پښتنو ځورولو يا نيولو لړۍ که بنده نه شوه نو دوی به په لویه کچه احتجاج کوي.

د عوامي نېشنل ګوند سيند څانګې عمومي سېکرېتر يونس بونېري مشال رېډيو ته وويل چې دوی د پوليسو د دې عمل په اړه له وکيلانو سره سلا مشورې پېل کړي او ژر به په سيند هايکورټ کې د پښتنو نيولو او ځورولو پرضد يو درخواست د بنيادي انساني حقونو پر بنسټ جمع کوي.

يونس بونېري زياته کړه چې په حېدراباد کې شوې غونډه کې دوي دا پرېکړه کړې چې دوي به د احتجاج په توګه خپل ځان پوليسو ته ورکوي او شناختي اسناد به ختموي. بيا به دوي پوليسو ته وايي چې د فارن اېکټ د سېوري لاندې دې اوس اېف ايي ار درج کړي.

'د فارن اېکټ اصول هم دا دي چې بيا به په دوه يا درې ورځو کې نيول شوی تن له هېواده استوي، نو دوي به مونږ چرته لېږي؟ که دوي يواځې د پېسو لپاره دا کوي نو هغه جدا خبره ده.'

د پيپلز ګوند له خوا که څه هم په سرکاري توګه د دا رنګ خبرونو پرضد کوم تصديق يا ترديد نه دی جاري شوی خو د خالي په ورځ شوې ټول ګونديزه غونډه کې اصف علي زرداري ويلي ول چې دوي په پنجاب کې د پښتنو د ځورولو د خبرونو غندنه کوي او کله هم په نسلي تعصب يقين نه لري.

د اصف علي زرداري په وينا چې په سيند صوبه کې به دوي کله هم د دا رنګ پېښو اجازه نه ورکوي خو که چرته داسې کېږي نو پښتانه مشران دې نېغ په نېغه دوي خبر کړي.

يونس بونېري وويل چې د دوي ګوند په مرکزي کچ دا معامله د پيپلزګوند سره پورته کړې او تېره ورځ ورته د ګوند مرکزي عمومي سېکتر هم باور ورکړی چې دا معامله يې د پيپلزګوند د مشرانو په مخ کې پورته کړې ده او هيله ده چې ژر به يې حل راووځي.

XS
SM
MD
LG