د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې بلدیاتي او د قامي اسمبلۍ پر یوې څوکۍ ضمني انتخابات ځنډول شوي


په کراچۍ کې یو کس تر رایې اچولو مخکې انتخاباتي نښې یا علامات ګوري - پخوانی انځور.
په کراچۍ کې یو کس تر رایې اچولو مخکې انتخاباتي نښې یا علامات ګوري - پخوانی انځور.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په سیند صوبه کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو او د کراچۍ د قامي اسمبلۍ پر خالي څوکۍ ضمني انتخابات ځنډولي دي.

په دې لړ کې د کمېشن د مشر سکندر سلطان راجا په مشرۍ د جولای پر ۲۰مه غونډه وشوه. کمېشن تر ناستې وروسته په بیان کې وویل چې په راتلونکو ورځو کې په کراچۍ او ځینو نورو سیمو کې د سختو بارانونو وړاندوینه شوې ده او همداراز د محرم میاشت هم راروانه ده نو ځکه یې د انتخاباتو ځنډولو پرېکړه کړې.

د سیند صوبې انتخاباتي کمېشن مشر اعجاز انور چوهان په بیان کې ویلي دي چې د هغې صوبې مشر سېکرټر، متحده قامي موومنټ، د صوبايي واکمن پیپلز ګوند پر ضد د یوشمېر ګوندونو لوی جمهوري اتحاد (جي ډي اې) او نور ګوندونو او نوماندانو هم د موسم د خرابوالي امکان ته په کتو د انتخاباتو ځنډولو غوښتنه کړې وه.

د هجري قمري کالهیندارې (کیلېنډر یا جنترۍ) لومړۍ میاشت محرم الحرام ده چې په لومړیو ۱۰ ورځو کې یې اهل تشیع ماتمي غونډې او لاریونونه کوي چې حکومت یې د امنیت لپاره اقدامات کوي.

ټاکل شوې وه چې د سیند مرکز کراچۍ او دویم لوی ښار حیدراباد په ګډون په ۱۶ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو دویم پړاو د جولای پر ۲۴مه ترسره شي.

تر دې مخکې د جون پر ۲۶مه د سیند په ۱۴ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو لومړی پړاو شوی وو.

انتخاباتي کمېشن په بیان کې وايي، په سیند کې د دویم پړاو انتخابات د اګست پر ۲۸مه کوي.

انتخاباتي کمېشن همداراز په کراچۍ کې د قامي اسمبلۍ پر یوې څوکۍ ضمني انتخابات هم ځنډولي دي. د قامي اسمبلۍ د ۲۴۵مې حلقې څوکۍ په جون کې د عامر لیاقت حسین د مړینې له وجې خالي شوې وه او ټاکل شوې وه چې ورباندې د جولای پر ۲۷مه انتخابات وشي خو کمېشن وايي چې اوس به هلته د اګست پر ۲۱مه ټاکنې ترسره کړي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یوه مخکښ مشر اسد عمر، د سیند پخواني ګورنر عمران اسماعیل او جماعت اسلامي د بلدیاتي انتخاباتو پر ځنډولو خواشیني ښوولې او دا یې د واکمن پیپلز ګوند او ملګرو "سازش" بللی دی. صوبايي حکومت د دې تور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د موسمیاتو ادارې ویلي دي چې په سیند او بلوچستان کې به د جولای له ۲۲مې څخه تر ۲۶مې پورې سخت بارانونه ورېږي. په همدې حال کې د طیبعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) ویلي چې د بارانونو له وجې د سېلاوونو امکان هم شته او دا چې د زیانونو د مخنیوي لپاره یې انتظامات کړي دي.

تر سیند مخکې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې هم تر څو کلونو ځنډ وروسته بلدیاتي انتخابات شوي ول.

په خيبرپښتونخوا کې بلدیاتي ټاکنې په دوو مرحلو کې وشوې. په لومړي پړاو کې خلکو د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر ۱۹مه د درو قبایلي سیمو په ګډون په ۱۷ ضلعو کې رایې وکارولې. تر دې وروسته د دویم پړاو انتخابات د څلورو قبایلي سیمو په ګډون په پاتې ۱۸ ضلعو کې د روان ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۳۱مه وشول.

دا لومړی ځل وو چې په قبایلي سیمو کې بلدیاتي انتخابات وشول. هغه سیمې د ۲۰۱۸ز کال د مې په اخري اوونۍ کې په ایین کې له بدلون سره سم، په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې.

XS
SM
MD
LG