د لاسرسي ځای

تازه خبر

فافین: د خيبرپښتونخوا د بلدياتي ټاکنو په دويم پړاو کې ۳۰ فيصده ښځو رایې اچولي


د ۲۰۲۱ز د ډېسمبر پر ۱۹مه پر سياسي بينرونو پوښل شوې د پېښور د يوې کوڅې عکس
د ۲۰۲۱ز د ډېسمبر پر ۱۹مه پر سياسي بينرونو پوښل شوې د پېښور د يوې کوڅې عکس

په پاکستان کې د ټاکنو د څار ناحکومتي ادارې فري اینډ فېير الېکشن نېټورک (فافین) په خپل يو رپورټ کې ويلي، د مارچ پر ۳۱مه د خیبر پښتونخوا د ۱۸ ضلعو په بلدیاتي ټاکنو کې د ښځو د رايو شرح ۳۰ او د سړيو هغه ۴۱ فيصده وه.

دا په صوبه کې د بلدياتي انتخاباتو دويمه او اخيرنۍ مرحله وه.

د فافين په رپورټ کې زياته شوې چې وروستۍ ټاکنې په "پرامنه فضا" کې او په "منظمه" توګه شوې دي.

خو د بشري او ښځو حقونو ځينې فعالان په ټاکنو کې د اچول شويو رايو شرح کمه او د اندېښنې وړ بولي.

د بشري حقونو فعال قمر نسيم مشال راډيو ته ويلي، په سيمه کې وار له مخه ځايي جرګو ښځې له رايو کارولو منع کړې دي.

ده ویلي، په انتخاباتو کې د ښځو د کمې ونډې يو بل لامل د هغوی د شناختي کارډونو نشتوالی دی. نسیم زیاتوي، حکومتي ادارې بايد دا ستونزه حل او د ښځو د سياسي پوهې لپاره ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.

د پاکستان الېکشن کمېشن په وینا، تر دې دمه يې له ټولو ۶۵ تحصيلونو څخه په ۵۲ هغو کې د شويو ټاکنو نتيجې بشپړې کړې دي، چې پر اساس يې تر ټولو زیاتې رایې (۲۹ فيصده) واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف ترلاسه کړې دي. تر دې وروسته د پاکستان مسلم لیګ (ن) پر دویم نمبر او د جمیعت علما اسلام (ف) پر درېیم نمبر زیات ووټونه اخیستي دي.

د خيبرپښتونخوا د انتخاباتو کمېشن يو وياند سهیل احمد د اپرېل پر شپږمه مشال راډیو ته وويل چې هڅه کوي په انتخاباتو کې د رايو اچوونکو شمېر د پخوا پرتله زيات کړي. "موږ له ۲۰۱۸ز کال راهيسې [د وګړو د نوم لیکنې او شناختي کارډونو ورکولو له ادارې یا] نادرا سره په ګډه کار کوو چې د ښځو د شناختي کارډونو د نشتوالي مسله حل کړو. په دې اړه مو کافي پرمختګ کړی دی. د دې ترڅنګ مو وخت په وخت په ټول ملک کې د عامه پوهاوي کمپاينونه کړي چې خلک، په تېره ښځې د خپلو رايو پر ارزښت پوه شي. د کمپاينونو دا لړۍ به دوام ولري."

د ۲۰۲۰ز کال د ډېسمبر پر ۱۹مه د خيبرپښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو لومړنی او د ۲۰۲۱ز د مارچ پر ۳۱مه په پاتې ۱۸ ضلعو کې دويم پړاو وشو. د هغو ټاکنو لومړۍ مرحله جمیعت علما اسلام (ف) ډلې ګټلې وه.

د انتخاباتو په لومړي پړاو کې په درو او په دویم هغه کې یې په پاتې څلورو قبایلي ضلعو کې هم رایې واچول شوې. دا لومړی ځل وو چې په هغو سیمو کې بلدیاتي انتخابات وشول.

XS
SM
MD
LG